"د هاګ محکمه ښايي افغان جګړه کې ځینې ښکېل امریکایان هم وپوښتي"

امریکايي سرتېري د انځور حقوق EPA
Image caption امریکایۍ ورځپاڼې نیویارک ټایمز په همدې تړاو یو مطلب خپور کړی چې سرلیک یې دی د هاګ محکمې څارنواله د افغانستان په تړاو څېړنې کوي چې کېدای شي امریکایان هم وپوښتل شي.

برتانوۍ ورځپاڼه انډپنډنټ لیکي، په افغانستان کې د جنګي او بشریت ضد جرمونو په اړه د څېړنو پیلېدونکې لړۍ ښايي برتانیا ته هم وغځیږي.

ورځپاڼه د جرمونو د نړیوالې محکمې د څارنوالې فاتو بنسودا هغې خبرې ته اشاره کوي چې وايي په افغانستان کې د نړیوال سوله ساتي ځواک د آیساف د غړو هېوادونو د پوځیانو له خوا ملکي وګړي وژل شوي، چې شونې په اړه لا ډیرې څېړنې وشي ، ورځپاڼه وايي دا چې زرګونه برتانوي سرتیرو په افغانستان کې د آیساف په چوکاټ کې دنده ترسره کړه ده نو له امکانه لرې نه ده چې ددغو څېړنو لړۍ تر برتانیا هم ورسیږي.

امریکایۍ ورځپاڼې نیویارک ټایمز په همدې تړاو یو مطلب خپور کړی چې سرلیک یې دی د هاګ محکمې څارنواله د افغانستان په تړاو څېړنې کوي چې کېدای شي امریکایان هم وپوښتل شي.

هندۍ ورځپاڼه دې هندو لیکي په ارجنټاین کې د ترهګرۍ د ملاتړ په اړه په یوه جوړه شوې غونډه کې د هند استازي دا خبره راپورته کړې چې پاکستان د هغو ډلو په مخنیوي کې پاتې راغلی چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د ترهګرو ډلو په توګه پيژندل شوي دي.

د (ICC) څارنواله افغانستان کې د جنګي جرمونو پلټل غواړي

ورځپاڼه زیاتوي د هند د کورنیو چارو وزارت چارواکو ورته ویلي چې ددغه موضوع په راپورته کېدلو سره اوس پاکستان اړ دی چې د نړیوالې همکارۍ د څار ډلې د راتلونکې کال په غونډه کې رپوټ وړاندې کړي چې په دې برخه کې څه کړي دي. ورځپاڼه لیکي دا ګام هغو هڅو ته په کتو سره چې چین په امنیت شورا کې د ترهګر په توګه د جیش محمد د ډلې مشر مسعود ازهر د پیژندل کېدو د مخنیوي لپاره کړي د هند لپاره ، لوی بری بلل کیږي.

د انځور حقوق .
Image caption "د پخواني شوروي اتحاد پروړاندې جګړه کې افغانستان کې د پاکستان ښکېلتیا ستراتیژیکه رسوايي وه."

پاکستانۍ ورځپاڼې ډیلي ټایمز کې یو تحلیلي مطلب خپور شوي چې د پخواني شوروي اتحاد په وړاندې جګړه کې د پاکستان ښکیلتیا په کې غندل شوي او هغه یې د پاکستان ستراتیژیکه رسوايي بللي ده.

لیکوال په دې نظر دی چې پاکستان له شوروي اتحاد سره په جګړه کې ددې لپاره د امریکا په خوا کې ودریده چې د ګاونډي هېواد هند د راتلونکو هدفونو مخه ونیسي، خو امریکا له پاکستانه د کمونست شوروي د پرمختګ د مخنیوي لپاره د یوې وسیلې په توګه کار واخیست.

سعودي ورځپانې عُکاظ لیکي د اسامه بن لادن له کوره ترلاسه شوي اسناد ښيي چې هغه د مصر له اخوان المسلمین او ایران سره اړیکي لرلې. د اماراتو الخلیج ورځپاڼه په خپله سرمقاله کې لیکي له ایران سره د ډونالډ ټرمپ اختلاف د اسامه له کوره د تر لاسه شویو اسنادو د په ډاګه کولو لامل دی ، او دا د ورځپاڼې په وینا ښیي چې امریکا دا مني چې ایران په نړۍ کې د ترهګرۍ ستر ملاتړی هېواد دی.

ورځپاڼه زیاتوي راتلونکې کې به له القاعده او داعش ډلو سره د ایران او دغه راز د قطر اړیکي په ډاګه شي هغه ډلې چې د ورځپاڼې په وینا په نړۍ کې د ترهګرۍ سر لاري دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption داسې شواهد چې ځینې یې ویډويي دي ښيي چې د لیبیا په جګړه کې ښکیلې ډلې یوه د بل پر وسله والو چې د دوی لاسته لویدلي دي پر بلې ډلې د سیاسي برلاسۍ لپاره جنسي تیري کوي.

الریاض ورځپاڼه په خپله سرمقاله کې لیکي د اسامه بن لادن له کوره د ترلاسه شویو اسنادو په ډاګه کولو ارزښت په دې کې دی چې له ترهګرۍ سره د ایران اړیکې په ډاګه کوي. ورځپاڼه زیاتوي القاعده په ایران کې هیڅ برید نه دی کړی هغه څه چې ډیرې پوښتنې رامنځته کوي.

ګارډین ورځپاڼه لیکي چې د لیبیا په جګړه کې پر نارینه و په منظمه توګه جنسي تیري کیږي. د ورځپاڼې په رپوټ کې ویل شوي چې د دغه ډول تیري ادعاوې له وړاندې وې خو اوس داسې شواهد چې ځینې یې ویډويي دي ښيي چې د لیبیا په جګړه کې ښکیلې ډلې یوه د بل پر وسله والو چې د دوی لاسته لویدلي دي پر بلې ډلې د سیاسي برلاسۍ لپاره جنسي تیري کوي.

رپوټ زیاتوي جنسي تیري د دې لپاره کیږي چې د مخالفې ډلې غړي له ذلت سره مخامخ کړي ، سپکاوی یې وکړي او د تل لپاره یې د سیاسي سیالۍ له ډګره تېښتې ته اړ کړي. د رپوټ چمتو کوونکې ویلي هغه کسان چې دا ډول چلند ورسره شوی نور په سیاسي او پوځي ډګر کې ځان ښکاره کولو ته زړه نه ښه کوي.

رپوټ زیاتوي د مخکني ولسمشر معمر القذافي د واکمنۍ پرمهال دا ډول ادعاوې کېدلې په تېره د ۲۰۱۱ کال د پاڅون پرمهال خو کره شواهد یې په اړه نه دي تر لاسه شوي.

ورته مطالب