"د پاکستان نویو مقرراتو له افغانستان سره سوداګري زیانمنه کړې"

ایکسپرېس ټریبیون:

د انځور حقوق Getty Images

پاکستانۍ ورځپاڼه ایکسپرېس ټریبیون په تورخم بندري ښارګوټي کې د پاکستان له خوا د سوداګرۍ لپاره د نویو مقرراتو په رامنځته کولو سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګری ډیره زیانمه شوې ده.

ورځپاڼه لیکی د نويو مقرراتو له مخې سوداګر اړ دي چې یو زیات شمېر سندونه وړاندې کړي او له هغه وروسته افغانستان ته خپل توکي ولیږدوي یايي پاکستان ته راوړي.

دا چاره د ورځپاڼې په وینا د واړو هېوادونو ترمنځ سوداګري تر ډیره زیانمنه کړې ده.

ورځپاڼه لیکي د نویو مقرراتو له وضع کولو وروسته تېرې دوه ورځې داسې هم راغلې چې خیبر ایجنسې ته له افغانستانه یو موټر سوداګریز توکي هم نه و وارد شوي.

فایننشل ټریبیون:

ایرانۍ انګلیسي ژبې ورځپاڼه فایننشل ټریبیون لیکي افغانستان د ایران د تېلي یا نفتي صادراتو په نوملړ کې پنځم ځای لري.

ورځپاڼه د ګمرکي سرچینو په حواله لیکي په تیرو اوو میاشتو کې ایران افغانستان ته د یو اعشاره اته پنځوس ملیارد ډالرو په ارزښت تېلي توکي صادر کړي دي.

ورځپاڼه لیکي چې افغانستان ته د یواځې د تېلو په صادراتو کې د تېر کال د همدې مودې پرتله څه باندې شپاړلس سلنه زیاتوالی راغلی دی.

ټیلیګراف:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د برتانیا پخوانی لومړی وزیر ګورډن براون.

برتانوۍ ورځپاڼه ټیلیګراف لیکي پخوانی لومړی وزیر ګورډن براون وايي د عراق د اتومي وسلو په برخه کې برتانیا تېرایستل شوې وه.

هغه د خپلو خاطرو په کتاب چې تازه چاپ شوی د عراق د اتومي وسلې په تړاو نه یوازې ناسم معلومات برتانیا ته و ورکړل شوي بلکې په دې برخه کې تېر اېستل شوې هم وه.

براون لیکي د امریکا له خوا د عراق په اړه استخباراتي معلومات وروسته له هغه برتانیا سره شریک کړل شول چې برتانیا د عراق په جګړه کې برخه واخیسته.