نویو اسنادو د خورا شتمنو د مالیې څرنګوالی په ډاګه کړ

, 19 October 2017 د انځور حقوق EPA
Image caption د دغو اسنادو پر بنسټ د برتانیا د ملکې دوهم الیزابت له پیسو هم نژدې ۱۳ میلیونه ډالر بهرنیو حسابونو کې دي.

د مالي اسنادو اړوند د معلوماتو د افشا کېدو یوه نوې لویه څپه ښيي چې په برتانیا کې، د دغه هېواد د ملکې د خصوصي شتمنۍ د بنسټ په ګډون، څنګه خورا شتمنو کسانو او شرکتونو داسې ځایونو کې پانګونې کړي چې مالیه نه پرې راځي.

دا څه باندې ۱۳میلیونه سندونه دي چې پاراډایس پېپرز نومول شوي او اشاره یې هغو کوچنیو ښایسته ټاپوګانو ته ده چې د پېسو زېرمه کولو لپاره د ښو شرایطو بانکونه او شرکتونه لري. ترلاسه شوي اسناد ډېری یوې لویې کمپنۍ پورې تړاو لري.

اسناد د جرمنۍ ورځپاڼې زودویچه زوتنګ لاس ته لوېدلي چې د څېړلو لپاره یې د څېړنیزې خبریالۍ نړیواله ټولګه وربللې وه.

د بي بي سي پانورامه خپرونه هم له نژدې سلو رسنیزو ډلو یوه ده چې پر دغو اسنادو څېړنه کوي.

نوي څرګند شوي اسناد د یوې اوونۍ په ترڅ کې وړه برخه ده چې د سلګونو کسانو او شرکتونو د مالیې او مالي چارو افشاګري کوي،چې ځینې یې له برتانیا سره تړاو لري.

د ډېرو حسابونو پېسې له غیر قانوني لارو نه دي معامله شوي.

داسې ښکاري چې د ډونلډ ټرمپ د سوداګرۍ وزیر هم هغه شرکت کې پانګه لري چې له روسانو سره راکړه ورکړه لري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولبر راس له لسیزو راهیسې له ډونلډ ټرمپ سره ښې اړیکي درلودې.

اسناد ښيي چې ولبر راس له هغې کمپنۍ سره کاروبار کوي چې د یوې روسیۍ انرژي کمپنۍ لپاره د تېلو او ګازو لېږد را لېږد له امله په کال کې په میلیونونو ډالر جوړوي. د دغې کمپنۍ په سهمدارانو کې د روسیۍ ولسمشر ولادېمير پوتین زوم هم شامل دی.

د دغو اسنادو پر بنسټ د برتانیا د ملکې دوهم الیزابت له پیسو هم نژدې ۱۳ میلیونه ډالر بهرنیو حسابونو کې دي. پیسې د دچي اف لانکستر له خوا په سېمن او برمودا جزیرو کې اېښودل شوې دي. دغه بنسټ د ملکې د شتمنۍ چارې پرمخ وړي.

خو په دې پانګونو کې د قانون خلاف څه نشته او پر دې دلالت نه کوي چې ملکه ګواکې مالیه نه ورکوي، خو یوازې دا پوښتنه راولاړي چې ولې دې ملکه له هېواده بهر پانګونه وکړي.

تېرکال هم د پانامه اسنادو افشا کېدلو د نړۍ د ډېرو شتمنو کسانو نومونه په ډاګه کړل چې ځینو یې ګواکې له مالیې نه د تېښتې لپاره له خپلو هېوادونو بهر بانکي حسابونه جوړ کړي ول.