د عکسونو البوم ممبيي کې پر بام جوړه شوې الوتکه
د هند یوه پیلوټ کېپتان امول یادو حیدر اباد کې ه د ۲۰۱۶ کال د مارچ پر ۱۶ هوايي نندارتون کې د خپلې جوړې شوې الوتکې اي سي ۰۰۳ سرولاړ دی. ایم یادو له جېټ هوايي کرښې سره پیلوټ دی. هغه ممبيي کې د خپل کور پر بام دا الوتکه جوړه کړې ده.
امول یادو په پنځه پوړیز کور کې- چې لېفټ هم نه لري- له ۱۹ کسیزې کورنۍ اوسي. ځکه هغه د کمپنیو په خرادي ماشینونو، ولډینګ ماشینونو او کمپرېسرونو سره ۱۸۰ کیلوګرامه ماشین تیار کړ چې له مخې یې د خپل کور پر بام یو انجنه الوتکه جوړول پیل کړي.
امول یادو بالاخره د تېر کال فرورۍ کې د شپږو څوکیو الوتکه تیاره کړه. دی وايي، دا په هند کې پر بام جوړه شوې لومړنۍ الوتکه ده. دا الوتکه د موټر په مټ د مهاراشټر یوه هوايي ډګر ته د ازموینې لپاره بوتلل شوه.
دا الوتکه ټوټې ټوټې شوه او د کرین په مټ له بام کوزه کړل شوه.
دا الوتکه اوس ممبيي نړیوال هوايي ډګر کې ولاړه ده.
امول یادو د خپل کور پر بام ولاړ دی او د ۱۹ څوکیو الوتکې پر جوړولو کار کوي.
دا انځورونه د امول یادو کورنۍ او انوشري فډویس اخیستي دي.