"پاکستان او افغانستان د مهمو مسلو په اړه کاري ډلې جوړوي"

ډیلي ټایمز:

د انځور حقوق ارګ
Image caption د پاکستان د پوځ د مشر جنرال قمر باجوا او ولسمشر غني ترمنځ، کابل ته د ښاغلي باجوا د سفر پرمهال دا هوکړه شوې ده.

پاکستان او افغانستان د مهمو مسلو په اړه کاري ډلې جوړوي، دا د پاکستان د ډیلي ټایمز ورځپانې د یوه مطلب سرلیک دی او د چارواکو له قوله لیکي چې پاکستان او افغانستان د داسې دوه اړخیزو ډلو پر جوړولو کار کوي چې د مهمو مسایلو په هکله د یو بل اندېښنو ته ځواب وویلی شي.

ډیلي ټایمز لیکي د استخباراتي چارواکو، پوځي افسرانو، ډيپلوماټانو، پوله ساتو، سوداګرو او کډوالو چارو لپاره بېلا بېلې ډلې د هغې هوکړې له مخې جوړېږي چې د پاکستان د پوځ د مشر جنرال قمر باجوا او ولسمشر غني ترمنځ، کابل ته د ښاغلي باجوا د سفر پرمهال شوې ده.

ورځپاڼه د اکتوبر میاشتې لومړیو کې د پوځ یوې اعلامیې ته اشاره کوي چې پکې راغلي وو، د دواړو هېوادونو د بېلا بېلې کچې چارواکي به په منظم ډول سره خبرې کوي چې د سیمې د امنیت لپاره بي باوري له مینځه یوسي.

د پاکستان یوې رسمې سرچینې ورځپاڼې ته ویلي چې د کاري ډلو د جوړولو په هکله وړاندیزونه له افغان لوري سره شریکوي او د همدې نومبر میاشتې تر پایه به پنځه یا شپږ ډلې جوړې شي.

همدا ډيلي ټایمز ورځپاڼه په یو بل مطلب کې لیکي چې هغو افغان زدکوونکو ته چې د تورخم له پولې سره نژدي ژوند کوي له پولې اخوا پاکستان غاړې ته د زدکړو د دوام لپاره د پاکستاني چارواکو له خوا چپ لرونکي کارتونه ورکړل شوي دي.

ورځپاڼه د تورخم د نایب تحصیلدار شمس السلام له خولې لیکي چې له دې کارتونو سره به افغان زدکوونکي له کومې ستونزې پرته له پولې اخوا محدودې سیمې ته تګ راتګ کولی او خپلو زده کړو ته دوام ور کولی شی.

د نوموړي له خولې ویل شوي چې ۲۳۲ افغان زدکوونکو د دغو چپ لرونکو کارتونو لپاره عریضې کړې وې چې ۱۸۳ ته یې تراوسه کارتونه ورکړل شوي دي.

فاینېنشل ټریبیون:

پاریس به د ایراني، افغان او تاجکي کلتوري میلې کوربه وي.

دا د ایرانۍ ورځپاڼې فاینېنشل ټریبیون د یوه مطلب سرلیک دی او لیکي په جنورۍ میاشت کې به په لومړي ځل د فارسي ژبې د ویوونکو یوه میله په پاریس کې وشي.

ورځپاڼه وايي په دې میله کې کلتوري، د عکاسۍ، کومیډي او موسیقۍ پروګرامونه کېږي، چې دوه یې د افغان هنرمندانو د موسیقۍ کنسرتونه دي.

واشنګټن پوسټ:

ر د انځور حقوق Getty Images

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه په یوه مطلب کې لیکي چې د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان له خوا د فساد ضد هڅو په ترڅ کې که څه هم د شهزادګانو، وزیرانو او لوړ پوړو چارواکو نیونې د عربي نړۍ څارونکي ایښ کړل خو دا د خپل واک د ټینګولو یو خطرناک ګام دی.

واشنګټن پوسټ د یوه سعودي سوداګر له خولې لیکي چې دا ګام په دې خطرناک دی چې محمد بن سلمان په یو وخت کې شهزادګان او مذهبي محافظه کاره ننګوي ځکه یو لړ جنجالي ګامونه یې وار د مخه هم پورته کړي وو لکه ښځو ته د موټر چلوولو حق ور کول.

دغه سوداګر ورځپاڼې ته ویلي چې اوس محمد بن سلمان په یو وخت کې په څو محاذونو کې جنګېږي.

ګارډین:

برتانیا کې چاپیدونکې د ګارډین ورځپاڼه په یوه مطلب کې لیکي سره له دې چې داسې شواهد شته چې د میانمار پوځ د روهینګیا مسلمانانو پرضد پر ښځو له ډله ییزو جنسي تېري په سیتماتیک ډول د یوې وسلې په توګه کار اخیستي د بهرنیو چارو وازت د کارپوهانو یوه ډله میانمار ته استوي چې په دې برخه کې څیړنه وکړي.

ورځپاڼه لیکي چې میانمار ته د کارپوهانو د دې ډلې د استولو په هکله هوکړه په ۲۰۱۲ کال کې د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیګ له اکتورې انجلینا جولي سره کړې وه چې په دې توګه په کړکېچ کې له جنسي ځورونې نه کار اخیستنه په ډاګه شي.

ورځپاڼه لیکي که څه هم خیریه ادارو رپوټ کړې چې ان پر لس کلونو ماشومانو هم پوځ جنسي تېری کړی، د بهرنیو چارو وزارت د څیړنې په موخه میانمار ته د کارپوهانو پر استولو ټینګار کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په لکونو روهینیګا بنګله دېش ته واوښتل.