د مسلمان لوبغاړي اوښکو د ملتپالنې بحث را پورته کړ

د انځور حقوق Twitter

د هند په شل اوره سیالیو کې د نوي شامل شوي مسلمان لوبغاړي محمد سراج اوښکو د ملتپالنې بحث نوي پړاو ته ننوېستلی دی.

محمد سراج د دوشنبې په شپه د هند په راجکوټ کې د نوي زېلنډ خلاف لړۍ دویمه سیالۍ کې چې د کېپ یا خولۍ ور کولو پر مهال له نورو لوبغاړو سره ملي سرود ته ولاړ و، نو له سختو جذباتو یې اوښکې په مخ روانې شوې.

له دې وروسته خواله رسنیو په تېره ټوېټر کې پر محمد سراج بحث جوړ شو.

* وراټ کوهلي د خورا چټکو منډو ریکارډ جوړ کړ

* هند لوبډله د اتلانو جام سیالۍ کې برخه اخلي

یوه ټوېټروال اسعد اختر لیکلي: "کله چې په هېواد کې پر دې بحث کېږي چې د ملي سرود پر مهال پاڅېدل پکار دي یا نه ، نو په دغه حال د محمد سراج اوښکې دا وايي، چې ریښتونی ملتپال څنګه وي".

بل کارن(کاروونکي) ګنیش ګنانګ لیکلي: "څوک چې د محمد سراج اوښکې وینې، نو کله به هم پر ۵۲ سیکنډه درېدلو اعتراض ونه کړي".

اشوتوش پاټک لیکلي د ملي سرود پر مهال د محمد سراج اوښکې ښيي چې هغه ته د هېواد لپاره لویېدل څومره لوی کار ښکاري، دا ستاسو لپاره درناوی دی.

د بې وزله کورنۍ بچی

ر د انځور حقوق BCCI
Image caption د هند د کرېکټ پخوانی لوبډلمشر محمد سراج ته د هند لوبډلې خولۍ ور کوي.

محمد سراج د سږ کال په ای پي اېل کې تر لیلام مخکې ډېرو کمو خلکو پېژاند. خو حیدر اباد لوبډلې هغه واخیست او په دې سره په شپو شپو کې د کرېکټ نړۍ کې وپېژندل شو.

محمد سراج د سوېلي ایالت تیلنګانه اوسېدونکی دی، پلار یې ریکشوان دی او مور یې ټول کال په پردیو کورنو کې کار کوي.

سراج درې کاله مخکې پورې د ټینس توپ سره لوبه کوله او په معیاري کرېکټ توپ سره یې لوبه په نصیب نه وه.

* د نبي او راشد په اړه فلم جوړیږي

* ای پي اېل: راشد خان د ګوجرات لاينز درې لوبغاړي وسوځول

خو راجکوټ کې خپله لومړنۍ لوبه کې د هغه رول ډېر یادګار نه پاتې کېږي، سره له دې چې د نوي زېلنډ لوبډلمشر ویکټ یې واخیست، خو څلورو اورونو کې یې له ۵۰ ډېرې منډې ور کړې او سیالې لوبډلې دا لوبه په ۴۰ منډو سره په اسانۍ وګټله.

ځینې ټوېټروالو د سراج اوښکو ته په اشارې د مسلمانانو د په نښه کولو هڅه کړې ده.

"د ګوجرات یوه پخواني چارواکي جي ونزارا په ټوېټر کې لیکلي: د مور هند ریښتونی بچی سراج یوه بېلګه ده چې د مذهب په نوم د قومي تراني مخالفو کسانو ته سبق ور کوي".

ملي سرود ته درېدل

د انځور حقوق Getty Images
Image caption هندي زدکوونکي د ملي سرود پر مهال.

هند کې د ملتپالنې پراخولو لپاره سترې محکې تېر کال په سینماوو کې د فېلم له لیدلو مخکې د قومي تراني یا ملي سرود خپرولو حکم وکړ.

له دې حکم وروسته په ځینې سینماوو کې د تاوتریخوالي څو پېښې وشوې او څو کسان هم ونیول شول.

د روان کال جنورۍ کې د چینای نړیوال فېلم فیسټیوال کې د ملي سرود پر مهال د نه درېدلو له امله درې کسان مجرم وبلل شول او ونیول شول.

په هند کې ډېر خلک ملي سرود ته پورته کېدل د ملتپالنې نښه بولي، خو نور یې شخصي مسله بولي او دا بحث اوس هم روان دی.

اړونده مطالب