شاهزاده ولید ابن طلال څوک دی؟

شهزاده ولید ابن طلال د انځور حقوق Getty Images
Image caption شاهزاده ولید د نړۍ له خورا شتمنو کسانو یو دی

د فوربس مجلې د رپوټ له مخې د ۱۷ میلیاردو ډالرو څښتن ولید ابن طلال د نړۍ له ډېرو شتمنو کسانو یو دی. د ښاغلي ولید له نیول کېدو وروسته د کنګډم هولنډینګ نومي شرکت د ونډو بیه ۹ اعشاریه نهه سلنه ولوېده. د لندن سیوای هوټل هم د ښاغلي ولید ملکیت دی.

د دغې کمپنۍ څښتن هم ولید ابن طلال دی. دا د پانګونې له خورا مهمو سعودي شرکتونو یو بلل کېږی، چې ټویټر، اپل سټي ګروپ بانک، د فور سیزنز هوټلونو لړۍ په ګډون یې روپرټ مرډک کې هم پانګونه کړې ده.

نوموړی له دې کبله هم مشهور دی، چې خپل شرکت کې یې ډېری ښځې پر دنده ګومارلې. د نوموړي شرکت د کارکونکو دوه دریمه برخه ښځې دي.

خو د نوموړي د شهرت یو بل لامل هم شته، چې په سارا کې د سل میلیونو په ارزښت یې تفریح ځایونه جوړ کړي دي او په دغو تفریح ځایونو کې یې د ټيټې ونې ځانګړي خدمتګاران پر دنده ګومارلي دي.

د "فساد" په تور د بن لادن ورور او میلیاردر سعودي شهزاده هم نیول شوي

سعودي د احاديثو د چاڼ شورا جوړوي

حج؛ د سعودي عربستان د عاید لویه سرچینه

دوه کاله مخکې شهزاده ولید هغو پیلوټانو ته د ګران بیه ګاډو ډالۍ کولواعلان کړی و، چې په ګاونډي هېواد یمن کې بمباري کې برخه واخلي.

څو کلونه مخکې نوموړي د ډونلډ ټرمپ یوه کښتۍ او یو هوټل پېرودلي وو. هغه مهال ډونلډ ټرمپ سیاستوال نه و. خو وروسته چې ښاغلي ټرمپ ولسمشرۍ ته ځان کاندید کړ د دواړو تر منځ پر ټویټر ناندرۍ تبادله شوې.

شاه زاده ولید هغه مهال لیکلي و:

''ته نه یوازې د جمهوریت غوښتونکو لپاره بلکې د ټولې امریکا لپاره د ذلت لامل یې. د امریکا د ولسمشرۍ له سیالیو لاس پر سر شه، ځکه ته هېڅکله نه بریالی کېږي. ''

په ځواب کې ښاغلي ټرمپ د شهزاده ولید پورې د هغه د شتمنۍ سرچینو پر بنسټ ملنډې وهلې وې:

''احمق شاه زاده غواړي د پلار د شتمنۍ پر مټ د امریکا سیاستوال کابو کړي.خو که زه وټاکل شم، دی به و نه شي کولای داسې وکړي. ''

کله چې ټرمپ ولسمشر شو، ښاغلي ولید مبارکي ورکړه:

''نوی ټاکل شوی ولسمشر په تېر کې چې هر څومره اختلافونه وو، امریکا پرېکړه وکړه. تاسې ته مبارکي او نیکې هیلې. ''

د شنبې پر شپه د سعودي عربستان نوي تحولات یوه توپان ته ورته بلل کېږي. ۳۲ کلن شاهزاده محمد بن سلمان د یوه منظم او مرتب پروګرام له مخې پر هېواد د ولکې ټینګولو لپاره په ظاهره له وروستیو خنډونو هم تېر شوی.

د شاه زادګانو، وزیرانو او کاروباري شخصیت ولید ابن طلال نیول کېدل نړیوالو ته د فساد پر ضد د اقداماتو په توګه څرګند کړل شول، خو دغو پېښو سعودیان حیران کړي دي، چې له ناڅاپي بدلونونو سره روږدي نه دي.

اړونده مطالب