جلال اباد کې د پاکستان کونسلګرۍ کارکوونکی وژل شوی

د انځور حقوق .

رپوټونو کې ویل شوی دي د ننګرهار ولایت مرکزي ښار جلال اباد کې نامعلومو کسانو د پاکستان کونسلګري یو کارکوونکی په ډزو وژلی دی.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیاڼي بي بي سي ته وویل، نییر اقبال نومي دغه کارکوونکي د بهرنیو چارو ریاست ته معلومات نه دي ورکړي او د سودا رانیولو لپاره بازار ته وتلی و، چې پر لاره دوو نامعلومو موټرسایکل سپرو کسانو پرې ډزې کړې او وژلی یې دی.

عطاالله خوګياڼی وايي، دا کار کوونکی دوو موټرسايکل سپرو نن ماښام تېر شاوخوا شپږ بجې د جلال اباد ښار په درېيمه ناحيه کې د توفنګچې په ډزو وژلی.

خوګياڼی وويل، وژل شوی نییر اقبال مشهور په رانا هغه مهال نښه شوی چې د استوګنځي د سودا اخستلو پسې بازار ته وتلی و او بېرته کور ته ستنېده:

''کله چې دی له ښاره راستنېږي، ددو ناڅرګندو موټرسايکلو په ډزو وژلی دی، دی څلور بجې د ديپلوماتي اصولو خلاف له کوره وتلی و او امنيتي ارګانونه يې نه دي په جريان کې کړي. ''

د ننګرهار رسنيز دفتر وايي وژل شوی ديپلومات نه بلکې د کونسلګرۍ د ویزا د برخې کارکوونکی و.

ويل کېږي رانا د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد اصلي اوسېدونکی و. تر اوسه د پېښې په اړه کومې ډلې څه نه دي ويلي.

تر دې وړاندې هم په ننګرهار کې د پاکستان د کونسلګرۍ دوه ډيپلوماټان د تورخم ـ جلال اباد پر لويه لار تښتول شوي وو.