م م میانمار کې د تاوتریخوالي پای ته رسېدو غوښتنه وکړه

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption تر شپږو لکو روهنیګیایان بنګله دېش ته کډه شوي دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په میانمار کې تاوتریخوالي ته د پای ټکي ایښودلو غوښتنه وکړه.

دا شورا په یوه اعلامیه کې وايي، د میانمار په راکاین ایالت کې پوځ د روهینګیایانو پر نسل وژنې لاس پورې کړی دی.

د انساني حقونو ډلو له ډېرې مودې راهیسې د میانمار د حکومت پرضد د بندیزونو په ګډون د سختو نړیوالو اقداماتو غوښتنه کوله.

* غني: د روهېنګیا په تړاو د انګ سان سوچي چوپتیا غمیزه ده

* اکسفورډ پوهنتون له انګ سان سوچي د ازادۍ نښان بېرته واخیست

دا په تېرو لسو کلونو کې لومړی ځل دی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د میانمار په هکله یوه اعلامیه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې څه باندې شپږ لکه روهینګیایان د میانمار د پوځ له خوا د بوږنوونکو بریدونو له امله ګاونډي بنګله دېش ته په تېښته تللي دي.

په راکاین ایالت کې د روهینګیایانو کلي سوځول شوي او ژوندي پاتي کسان وايي چې پوځ پرته له کوم توپیره روهینګیایان وژني او پر ښځو یې ډله ییزې جنسي تېري کوي.

د کډوالو د ستنېدلو غوښتنه

د انځور حقوق Getty Images

اوس د ملګرو ملتونو امنیت شورا دغلته د تاوتریخوالي د پای ته رسولو د غوښتنې ترڅنګ ویلي چې د میانمار حکومت باید بشري مرستو او روهینګیا کډوالو ته بیرته خپلو سیمو ته د ستندنې اجازه ورکړي.

دغه راز د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا اعلامیه د میانمار له حکومت غواړي چې د ملګرو ملتونو د پخواني مشر کوفي انان په مشرۍ د کمیسیون وړاندیزونه عملي کړي.

* د روهینګیا دوښمن بودايي راهب؛ ځان "بن لادن" بولي

* روهېنګیا مسلمانانو ته هندي سکانو لنګر جوړ کړی

په دې وړاندیزو کې یو دا و چې روهینګیایانو ته د میانمر تابعیت ورکړي.

برتانیا او فرانسه ونه توانیدل چې چین قانع کړي چې د هغه څه په اړه یوې مسودې ته اړتیا ده چې ملګري ملتونه یې د میانمر په راکاین ایالت کې د روهنګیایانو نسل وژنه بولي.

د چین مخالفت

د انځور حقوق Getty Images

چین چې د ویټو حق لري پر میانمار د هغو نیوکو پر وړاندې ځان سپر کړی چې وايي دغه حکومت په راکاین ایالت کې له روهینګیا مسلمانانو سره ناوړه چلن کوي او له لسیزو راهیسې یې روهینګیایانو ته تابعیت نه دی ورکړی، ځکه چې له میانمار سره په اقتصادي او پوځي ډګر کې راکړه ورکړه لري.