"امریکا د افغانستان ثبات ته چندانې لیوالتیا نه لري خو تر ډېره به دلته پاتې وي"

ابزرور:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکايي ځواکونه په کابل کې تر یوې چارودنې وروسته.

افغانستان او د امریکا دوه مخیتوب، دا د پاکستان ابزرورس ورځپاڼې د یوه مطلب عنوان دی چې ملک اشرف لیکلی دی.

نوموړی وايي، امریکا د افغانستان ثبات ته چندانې لیوالتیا نه لري خو تر ډېره به په افغانستان کې پاتې وي.

د لیکوال له نظره امریکا د منځني ختېځ په څیر د سیمې په بې ثباتې کې خپلې ګټې ویني او اوس داسې شواهد هم مخې ته راغلي چې ګواکې امریکا په افغانستان کې د داعش ډلې ملاتړ کوي.

لیکوال مثال ور کوي چې پخواني ولسمشر حامد کرزي د روسیې تلوېزون سره په یوه مرکه کې ویلي چې داعش په افغانستان کې د امریکا د پوځ او استخباراتي ادارو په حضور کې څرګنده شوه او ډېر شک شته چې امریکايي اډې د داعش د ملاتړ لپاره کارول کېږي.

لیکوال د یوې بلې بیلګې په توګه د ویټرنز ټوډی ویبپاڼې د مدیر کیون بریټ خبرې رااخیستې چې وايي لویدیځ داعش ډله د ستراتیژیکو دلایلو له امله جوړه کړې چې تر ډېره پرې منځنی ختیځ د اسراییلو په ګټه بې ثباته کړي، او د دې لپاره پلان په ۱۹۷۹ (نهه اویایم) کال کې د ترهګرۍ په هکله د بیت المقدس په نړیوال کنفرانس کې د بین یامین نتنیاهو له خوا جوړ شوی و.

هندوستان ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption محمد بن سلمان

هندوستان ټایمز ورځپاڼې د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان د وروستیو هڅو په اړه لیکلي چې د عربستان په څیر محافظه کار هېواد کې د اصلاحاتو په موخه دغسې اقدامات اسان نه دي.

ورځپاڼه د هند او عربستان د اړیکو ښه کیدو ته اشاره کوي چې له مخې یې په وروستیو کې ریاض د ترهګرو په اړه د استخباراتي معلوماتو په برخه کې له هند سره مرسته کړې ده.

هندوستان ټایمز لیکي د ولیعهد هڅې د دې لپاره دي چې قدرت په خپل لاس کې واخلي او هیله من دی چې د فساد پرضد او د یوې ښې ټولنې د جوړولو په اړه د هغه شعارونه به یې د خلکو له ملاتړه برخمن کړي.

ګارډین:

برتانیا کې چاپیدونکې ګارډین ورځپاڼه په یو مطلب کې لیکي چین ملي سردو ته نه درناوی جرم ګرځولی او هغو کسانو ته تر دریو کلونو پورې د بند جزا ورکول کېږي چې د ملي سردو درناوی نه کوي.

ورځپاڼه لیکي دا ښايي د هنګ کانګ او مکاو اوسیدونکو ته یو ټکان وي چې د چین د کنترول په اعتراض مظاهرې کېږي او د هنګ کانګ د فوټبال مینوالو څو ځلې د نړیوال جام غوراوي سیالیو او نورو لوبو پر مهال د چین د ملي سرود په وخت کې شور جوړ کړی و.

ګارډین لیکي د دیموکراسۍ پلوي فعالان اندېښنه لري چې چین به دا قانون د بیان د ازادۍ او مظاهرو پرضد وکاري.

نیویارک ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د جاپان لومړی وزیر او ډونلد ټرمپ

ټرمپ جاپان ته وايي چې په امریکايي وسلو د ځان دفاع کولی شي تر عنوان لاندې نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي: د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پرون دوشنبه جاپان ته وویل که د ملیاردونو ډالرو په ارزښت امریکايي پوځي وسایل او وسلې واخلي نو د اتومي وسلو لرونکې شمالي کوریا پر وړاندې د ځان دفاع کولی شي.

ورځپاڼه وايي له دې سره ولسمشر ټرمپ په روښانه توګه امنیت ته له سوداګرۍ سره تړاو ورکړ او په ورته وخت کې یې د جاپان لومړی وزیر شینزوابي د خپلو نړیوالو ملګرو په لیست کې ښه ملګری وباله.

ورځپاڼه لیکي چې ولسمشر ټرمپ ښاغلي ابي ته وویل چې که له امریکا نه وسلې واخلي نو له یوې خوا به امریکایانو ته کاري فرصتونه برابر شي له بله پلوه به جاپان خوندي شي او د هغسې توغندیو په له منځه وړولو کې به بریالی شي چې په دې وروستیو کې شمالي کوریا توغولي وو او د جاپان له فضا نه تیر شول.