ایران کې پاکستانی پوځي: افغانستان کې د داعش فعالیت ډېرېږي

د انځور حقوق Getty Images

پاکستان کې چاپیدونکې ایکسپریس ټربیون ورځپاڼه په یوه مطلب کې لیکي یوه لوړ پوړي پاکستاني پوځي چارواکي چې ایران ته په سفر تللی دی دغلته رسنیو ته وویل چې په افغانستان کې د داعش ډلې فعالیتونه ورځ تر بلې ډېرېږي او مخنیوي یې د سیمې په کچه ګډو هڅو ته اړتیا لري.

ایکسپریس ټربیون لیکي چې تورن جنرال اصف غفار ایراني رسنیو ته وویل چې پاکستان په افغانستان کې د سولې هیله لري او په دې برخه کې د هر ډول هڅو ملاتړ کوي.

د ده په خبره پاکستان له پولې اخوا خپلې غاړې ته هرڅه کړي دي او پاکستان کې د ترهګرو پټنځایونه نه شته.

نوموړي دغه راز د ایران له مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یې نه مننه کړې چې د کشمیر په برخه کې یې د پاکستان ملاتړ کړی دی.

نیویارک ټایمز:

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه افغانستان ته د ناټو په چوکاټ کې د ۳۰۰۰ زره نورو پوځیانو د استولو په اړه په یوه مطلب کې لیکلي، په پام کې ده چې نن چهارشنبه (د نومبر ۸مه) د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې چې په بروکسلز کې ترسره کېږي، غړي هېوادونه د خپلو هغو پوځیانو شمېر په ډاګه کړي چې افغانستان ته یې استوي، ځکه چې د ناټو سرمنشي جنیس سټولټنبرګ وار دمخه ویلي چې د درېوو زرو پوځیانو نه به یې نیمايي امریکایان او نیمايي نور به یې د ۲۸ غړو هېوادونو وي.

ورځپاڼې د ښاغلي سټولټنبرګ هغه خبره هم راخیستې چې وايي له دې ۳۰۰۰پوځیانو سره به په افغانستان کې د ناټو ځواکونو شمېر ۱۶ زرو ته لوړ شي او په وینا یې چې په جګړو کې به ګډون نه لري بلکې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او له هغوی سره د همکارۍ ماموریت به لري.

انډیپینډینډ:

ولې د سعودي عربستان کړکېچونه د دې هېواد له پولو بهر هم مهم دي تر عنوان لاندې بریتانیا کې چاپیدونکې د انډیپینډینډ ورځپاڼه لیکي د فساد پرضد د سعودي د جدي اقداماتو نه وروسته د لبنان لومړی وزیر په ریاض کې رامخې ته شو او د استعفی اعلان یې وکړ او له هغه وروسته د فلسطینیانو مشر محمود عباس ریاض ته وغوښتل.

ورځپاڼه لیکي له دې څرګندېږي چې د سعودي ۳۲ کلن ولعهد غواړي چې د مینځني ختېځ په کړکېچ کې چې سیمه یې نارامه کړې ده په کور دننه او بهر اضافي او ټاکوونکی کنترول ولري.

انډیپینډینډ لیکي دا له خطره ډګه یوه تګلاره ده او دغه ځوان شهزاده یې د ځواکمن بهرني ملاتړي پرته پرمخ نه شي وړلی خو داسې ښکاري چې ده دغه ملاتړ موندلی او هغه ولسمشر ټرمپ دی چې له پاچا سلمان سره یې د فساد ضد هڅو په ترڅ کې د نیونو ملاتړ وکړ.

خو د ورځپاڼې د لیکنې له مخې دا ملاتړ وړیا نه دی ځکه چې ولسمشر ټرمپ په یوه ټویټ کې ویلی چې غواړي د دوه ترلینو ډالرو په ارزښت د سعودي د تېلو کمپنۍ ارمکو په نیویارک کې هم پانګونه وکړي او دا موضوع یې له پاچا سلمان سره په خبرو کې یاده کړې ده.

انډیپینډینډ لیکي که داسې کېږي نو بریتانیا به په دې برخه کې بایلوونکې وي ځکه چې تمه یې لرله چې له اروپايي اتحادیې نه له وتلو وروسته به دا پانګونه په لندن کې وشي.

واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ په یوه مطلب کې لیکي چې د دوو هغو کسانو له نظره چې له ایران سره د اتومي پروګرام په اړه یې هوکړه کې ونډه لرله دا هوکړه ګټوره ده.

ورځپانه وايي چ د اروپايي اتحادې د بهرنۍ تګلارۍ مشرې فیدریکا مورګیني د دې هوکړې په اړه خوشبیني او هیله څرګنده کړې ده چې امریکا ورته دوام ورکړي.

دغه راز لیکي چې د اتومي انرژۍ د څار د نړیوالې ادارې مشر یوکیا امانو هم امریکا ته سفر کړی چې امریکايي مقاماتو ته د ایران د هغې ژمنې په اړه جزییات ورکړي چې د هوکړې په خاطر کړې ده.

واشنګټن پوسټ وايي دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ټرمپ دا موضوع د امریکا کانګرس ته سپارلي او همدا دوه لوړ پوړي چارواکي اغلې مورګینې او ښاغلی امانو به هلته هم د دې هوکړې دفاع وکړي.