د بدن غړو پيوندول
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د بدن غړو پيوندول

ډاکټران وايي تورپوستي او اسيايي ناروغان داسې حال کې مري، چې د بدن غړو پيوندولو ته انتظار کوي او بريتانيا کې د لږکيو ترمنځ د غړو د بسپنې سخت کمي لیدل کېږي . د تورپوستو او اسيايي کورنيو يوازې يو پر درې يې د يو خپلوان د مړي بدن غړو کارولو اجازه ورکوي، داسې حال کې چې د سپين پوستو وګړو پرتله د دوی ترمنځ د بدن غړو له کاره لوېدو کچه درې يا څلور برابره لوړه ده. څېړنې ښيي د بدن غړو بسپنه کې کموالی تر يوې اندازې له کلتوري او ديني خنډونو سره تړلی دی.