د لبنان ګاونډیانو ته د امریکا خبرداری

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، رېکس ټېلرسن، د لبنان ګاونډیانو ته خبرداری ورکړی دی چې دغه هېواد د خپلو ګټو او سیالیو لپاره د جګړې ډګر نه کړي. دی دا خبرې له هغه وروسته کوي، چې د لبنان لومړي وزیر، ساد حريري له دندې استعفی وکړه. داسې وېرې دي چې لبنان ښايي، د سیمې هېوادونو په ځانګړې ډول سعودي او ایران د سیالیو په لوبه کې را ګېر شي.