" که مسلمانې نه شئ په تېلو کې مو سوځوو"

چيباک
Image caption ناوومي ادامو وايي، يادښتونه يې ځکه ليکل چې پېښې يې هېرې نشي

د نایجریا د چيباک کلي یوې نجلۍ چې د می په میاشت کې آزاده شوې یوې ژورنالیستې اداوبي تریشیا نواوباني ته خپل کیسه کړې چې د بوکوحرام اسلامپالې توندلارې ډلې سره د درې کلن بنديتوب پر مهال یې څرنګه خپل یادښتونه لیکلي او ساتلي وو.

۲۴ کلنه ناوومي ادامو د خپل ښوونځي په ټولګي کې ترټولومشره نجلۍ وه کله چې څه باندې ۲۰۰ زده کوونکې چې ډیری یې عیسویانې وې په ۲۰۱۴ کې د نایجریا په شمال ختیځ کې د سامبیزا ځنګله کې د بوکوحرام ډلې یوه پټنځي ته یوړل شوې، چې له امله یې نړیواله غوسه وپارېده.

د بندیتوب یا اسارت پرمهال، دغو نجونو ته د قرآن د زدکړې کتابونه ورکړل شوي وو او دوی اړې شوې وې چې د زده کړې په کورسونوکې کیني.

خو ځینو نجونو له دې فرصته په ګټې اخیستلو خپل پټ یاډښتونه ساتل. کله چې توند لاري خبرشول دوی یې مجبوره کړې چې د خپل یادښتونو کتابچې وسوځوي.

خو ادامو خپله کتابچه پټه وساتله. ادامو او د هغې نژدې ملګرې، سارا سامویل، چې اوس ۲۰ کلنه ده، او درې نورو نجونو پدغو کتابچوکې خپلې تجربې او یادښتونه لیکلي دي.

Image caption د یادښتونو دوه کتابچې چې ټول ٤٠ پاڼې کېږي تراوسه ساتل شوي دي.

د ۴۰ پاڼو د یادښتونو دوه کتابچې تراوسه ساتل شوي دي.

دا یادښتونه، چې انګریزې لیکنه یې نسبتاً ښه او د هاوسا ژبې لیکنه یې کمزورې ده، کومه نیټه نه لري او داسې ښکاري چې د بندیتوب د لومړیو میاشتو دي.

د یادښتونو ۱۰ بېلګې مو دلته را اخیستي دي. د روښانتیا په خاطر مو په کې ځینې املايي بدلونونه راوستي.

د تښتولو پلان یې نه درلود

په یادښتونوکې لیکل شوي هغو توند لارو چې د ۲۰۱۴ کال په اپریل کې یې د چيباک پر ښوونځي بر ید وکړ غوښتل چې '' د ماشین یوه برخه'' غلا کړي. روښانه نه ده چې څه ډول یو ماشین یې په کار و- څو اوونۍ وړاندې په ښوونځي کې د ودانۍ جوړولوکار پیل شوی و، کېدای شي هغه ماشین د دوی په کار و چې سمیټي دیوالونه جوړوي، ښايي د ځینو وسلو په جوړولو کې به هم کارول کېدای شوای، یا به ښايي د کوم ګاډي ماشین په لټه کې وو.

خو کله چې یې ماشین یې پیدا نه کړ، په دې فکرکې شول چې له نجونوسره څه وکړي؟ په څو ډلوکې راټول شول او پر یو شمېر وحشیانه انتخابونو یې له غورکولو وروسته پریکړه وکړه چې د ښوونځي نجونې له ځانه سره یوسي.

'' په خپل منځ کې یې استدلال کاوه. یو وړوکي هلک وویل: موږ ټول باید وسوځوي خو نورو وویل نه باید د سامبیزا ځنګله ته یې له ځانه سره بوځو. یو بل کس وویل، نه دا کار باید ونه کړو. راځئ چې د مور او پلار کورونو ته یې یوسو. د استدلالونو په ترڅ کې یو کس وویل، نه، نشم کولای چې له تش موټر سره راشم او له تش موټر سره بیرته لاړ شم... که شیخ[ ابوبکر، د بوکو حرام مشر] ته یې بوځو، هغه به پوهېږي چې څه ورسره وکړي.''

د یوې تېښتې مخنیوی

د ښوونځي ځینې نجونې یې په ګاډوکې سپرې کړې او ډېری یې د ټوپک په زور اړې کړې چې څو کیلومتره پلي په پښو لاړې شي، تر هغو چې یو شمېر لارۍ ګاډي را ورسېدل او هغوی یې بوتلې.

یادښتونه چا لیکلي؟

Image caption د يادښتونو يو انځور
  • رودا پیټر، ساراتو ایوبا او مارګاریټ یاما ځینې واړه یادښتونه لیکلي
  • څلور تنه یې له یولړ خبرو اترو وروسته، د ۲۰۱۷ کال په می کې خوشې شوې
  • سارا سامویل تېرکال ومنله چې یو توندلاري سره واده وکړي او تراوسه په بند کې پاتې ده

په ځنګله کې د بوکوحرام پټنځي ته پرلاره، کله چې ځینو زده کوونکو له لارۍ موټرو نه ټوپ وواهه او غوښتل یې چې وتښتي، یوې تښتول شوې نجلۍ یو تښتوونکی خبر کړ- ښايي ډارېده چې یوازې پاتې نه شي، یا له تښتوونکو ډارېده، یا به یې غوښتل چې پدې بدمرغه حالت کې یوازې نه وي.

'' په ګاډي کې یوې نجلۍ موټرچلوونکي ته وویل: ځینې نجونې له ګاډي ټوپ وهي چې وتښتي. موټرچلوونکي د ګاډي ور پرانیست او له یو برقي څراغ سره یې هغوی ولټولې خوڅوک یې ونه موندل. هغوی ته یې وویل چې له خپل ځایه ونه ښورېږي، او که بیا څوک ټوپ ووهي او ولیدل شي په ډزو به یې ووژني.''

ظالمانه چلونه

توندلارو له تښتول شویو نجونو سره د یولړ ظالمانه چلونو کار اخیسته، لکه دا چې ویل یې د دوی مور او پلار هم د بوکوحرام له خوا نیول شوي دي. یو مهال، هغوی عیسوي نجونې له مسلمانو نجونو بېلې کړې او عیسویانو نجونو ته یې ګواښ وکړ که مسلمانې نه شي له تېلو سره به یې په اورکې وسوځوي.

Image caption د بند پر مهال د نجونو په لاس جوړ شوي توکي

'' بیا دوی راغلل او موږ ته ی وویل، هغه څوک چې مسلمانان دي، د لمانځه وخت یې دی. له لمونځ وروسته هغوی وویل، مسلمانان دي یوې خواته او عیسویان دي بلې خواته شي. بیا مو په ګاډي کې د تېلو ډبي ولیدلې او فکر مو وکړ چې پطرول به په کې وي. بیا هغوی وویل له تاسو به څوک او څو کسان مسلمانېږي؟ له ډاره مو وویل ډېر، موږ ځینې ودرېدو او ودانې ته دننه ولاړو... هغوی وویل نو پاتې کسان غواړي چې مړه شي؟ ایا نه غواړئ چې مسلمانان شئ؟ وبه مو سوځوو... بیايې هغه ډبې راکړې او موږ فکرکاوه چې پطرول به په کې وي. پطرول نه دي اوبه دي. بیا مو په ګاډي کې د تېلو ډبي ولیدلې او فکر مو وکړ چې پطرول به په کې وي. بیا هغوی وویل له تاسو به څوک او څو کسان مسلمانېږي؟ له ډاره مو وویل ډېر، موږ ځینې ودرېدو او ودانې ته دننه ولاړو... هغوی وویل نو پاتې کسان غواړي چې مړه شي؟ ایا نه غواړئ چې مسلمانان شئ؟ وبه مو سوځوو... بیايې هغه ډبې راکړې او موږ فکرکاوه چې پطرول به په کې وي. پطرول نه دي اوبه دي.''

د جنسي تېریو ادعاګانو په اړه د توندلاروغوسه

د چيباک ځینو نجونو په تېرو مرکو کې ویلي وو چې له جنسي پلوه نه دي ځورول شوي یا په زوره واده کولو ته نه دي اړې شوي- خو کله کله یې پر درو وهلي او هڅولي چې واده وکړي. ځینې نجونې د رسمي کنیزانو په ډول اخیستل شوې وې.

Image caption نجونو به د خپلو یادښتونو کتابچې په ځمکه کې خښولې او یا به یې په خپلو لاندنیو جامو کې پټولې

یادښتونه ښيي چې توندلاري د رسنیو د دې رپوټونو له امله په غوسه وو چې ویل یې پر نجونو یې جنسي تېری کړی دی. د ډلې مشر ابوبکر شیکاو، څو ځلي په دې اړه خپله غوسه څرګنده کړه، لومړی په یو ثبت شوي پیغام کې چې نجونو ته اورول شوی وو.

'' د شپې له خوا به یې راټولولو او واعظ به یې راته کاوه او یو کسټ به یې غږاوه. ویل یې چې دا کسټ د هغوی د مشر، ابوبکر شیکاو دی... هغه ویل ځکه یې موږ تښتولي یو چې د خدای لاره راته وښيي، او بیا ستاسومور او پلار او حکومت او د ښوونځي مدیر چیغې وهي او وايي چې موږ پرتاسو جنسي تېری کړی او بد کارونه مو درسره کړي دي... موږ تاسو راویستي یاست چې د الله لاره دروښایو.''

د وسوسې او هڅونې پرضد حجاب

توندلارو نجونو ته ویل داسې کارونه ونه کړي چې د چا پام ځانته واړوي او د وسواس او هڅونې سبب شي، باید تل خپل بدن په حجاب کې پټ وساتي.

د انځور حقوق AFP/ Boko Haram
Image caption د يرغملو شويو نجونو انځور

قرآن یې پرانیسته او په لوستلویې پېل وکړ، هغه ځای یې ولوسته چې وايي هرڅوک چې د جهاد د جګړې په وخت کې وتښتوئ، هغه ستاسو دی او هرڅه چې غواړئ د دې شخص سره یې کولای شئ... خو موږ ته یې حجاب راکړی دی او دوی نه غواړي زموږ بدن وویني، ځکه چې کیدای شي دوی ګناه ته وهڅوي او بد کارونه وکړي.''

د واده وړاندیزونه

د توند لارو له خوا د واده وړاندیزونه مکرراو په ټینګه وه.

'' یوې نجلۍ غوښتل یوې خونې ننوځي او کوم شی راواخلي، یو توندلاری و، معلم احمد هغه هم ورغی او له نجلۍ یې د واده په اړه وپوښتل. هغې وویل، نه. ده پوښتنه وکړه چې د واده په اړه څه پرېکړه کوي؟''

'' بیا هغې وویل، نه، دوی یې د شیبوک له حکومتي ښوونځي تښتولي او سامبیزا ته یې راوستي او اوس ورسره د واده په اړه غږېږي. څنګه به دا واده وکړي چې مور او پلار، خاله ګانې او ملګري یې خبر هم نه دي... بیا نجلۍ وپوښتل چې که نه ووايي او واده ونه کړي، او یوازې پاتې شي او د خپل خدای پیروي وکړي، دا به ښه نه وي؟ هغه وویل، نه، دا به بده وي.''

ځینو باندې فشار واچول شو او اړشوې چې خپل فکر بدل کړي.

'' ومو لیدل چې خلک په دوو هیلکس موټرو کې راغلل. د هغو کسانو پوښتنه یې وکړه چې غواړي واده وکړي. له موږ یې وپوښتل چې هرڅوک چې د اسلام دین مني... او په ريښتیا پرخپل دین ټینګ ولاړ وي باید واده وکړي. موږ ته یې ۳۰ دقیقې وخت راکړ چې دوی ته ځواب ورکړو خو موږ چوپ پاتې شو. موږ یوساعت همداسې پاتې شو او هېچا دوی ته ځواب ورنه کړ.''

ناوومي ادامو راته وویل هغه کسان چې واده کول ونه مني د مریانو په شان چلند ورسره کېږي:'' هره ورځ یې وهلوټکلو او راته ویل یې چې واده وکړو. موږ به کالي مینځو، اوبه راوړو، او د دوی د ښځو لپاره به هرڅه کوو. موږ مریان وو.''

تښتیدلي کسان کلیوالو بېرته راوستل

د نجونو د بېرته ستنولو لپاره له نړیوال کمپاین سره سره، چې مشهورو کسانوهم په کې برخه درلوده لکه د امریکا د پخواني ولسمشر اوباما میرمن میشل اوباما، په شاوخوا ټولنوکې ځینو خلکو د نجونو په بېرته ستنولو کې ونډه نه اخیسته، او کله چې ځینې نجونې وتښتېدې هغوی به یې بېرته راوستلې.

د انځور حقوق AFP

''یوه بله ورځ ځینې نجونې وتښتېدې. هڅه یې کوله چې وتښتي خو بریالۍ نه شوې. هغو خلکو ونیولې. کله چې هغوی یو دوکان ته ننوتلې او غوښتنه یې وکړه چې اوبه او بیسکیټ ورته وکړل شي، هغوی ونیول شوې. خلکو ورڅخه پوښتنه وکړه چې تاسوڅوک یاست، له کومه ځایه راغلي یاست؟ نجونو وویل، موږ هغه نجونې یو چې بوکوحرام د شیبوک له ښوونځي ښتوولې دي، یو تن وویل، آیا دا د شیکاو ماشومان نه دي؟''

'' دوی ته یې ښه خواړه او د خوب لپاره ځای ورکړ او بله ورځ یې بېرته زموږ ځای ته راوستلې... کله چې یې د شپې لخوا سامبیزا ته راوستلې، پر درو ووهلې او وې ویل چې د دوی سرونه به پرې کړي.''

د دین د بدلولو د ملامتي لوبه

نجونو ته وویل شول چې که دوی ټولې، له استثنا پرته، د اسلام دین ومني، اجازه به ورکړل شي چې خپلو کورونو ته لاړې شي. هغو نجونو چې د دین بدلون یې ومانه هغه نورې نجونې ملامتولې چې د دوی د انکار له امله دوی بندي پاتې شوي دي.

'' هغوی وویل هغه کسان چې د اسلام دین نه مني د پسونو، غواګانو او وزو په شان دي... دوی به یې ووژني... بیا یوه تن توندلاري، معلم ابا، وویل هغه کسان چې د اسلام دین نه مني، باید یوې خواته شي- ځکه چې هغوی بل ځای ته وړل کېږي. یوه بل کس وویل نه، او موږ یې یوځای پريښودلو. کله چې هغوې لاړل، یوه اوونۍ وروسته، زموږ پاتې کسانو وویل دا چې موږ نه یو مسلمان شوي، د دې سبب شوي یو چې خپلو کورونو ته لاړې نه شو.''

ویډیويي فلمونه څه ډول جوړ شول

بوکوحرام د چيباک د نجونو په هکله یو شمېر ویډیوګانې خپرې کړې. دلته د یوې ویډیو د جوړیدلو د صحنې شاته یوه کتنه شوې ده.

د انځور حقوق AFP/Boko Haram
Image caption په دې تصویر کې موږ د نجونو مخونه تت کړې ځکه د بوکو حرام د ځینو پخوانیو نیول شویو کسانو او'' ښځو'' له خوشې کېدو وروسته ورته پیغورونه ورکړل شوي وو.

'' له دې نه وړاندې یوه ورځ، هغوی راغلل او تریوې ونې لاندې یې تقریبا د لسو دقیقو لپاره...[فلم واخیست]. هغوی یې یوه یوه راوغوښتې او د دوی د نوم او مور او پلار نومونو پوښتنه یې وکړه[فلم یې ثبت کړ] او وې ویل، آیا موږ تاسو ځورولي یاست؟، موږ وویل، نه. راته وې ویل چې خپلو میندو او پلرونو او حکومت ته ووایو چې دوی موږ سره څه ډول چلن کوي. حکومت او زموږ والدین وايي چې هغوی پرموږ جنسي تیری کړی او ځورولي یې یو.

'' هغوی زموږ یوه تن ته غږ وکړ او پوښتنه یې وکړه، له هغې راهیسې چې تاسو مو راوستي یاست، آیا کله موږ له تاسو سره څملاستلي یو یا جنسي تیری مو درباندې کړی دی؟ نجلۍ ځواب ورکړ، نه. هغه بیا پوښتنه وکړه... زه غواړم چې تاسو خپلو میندو/پلرونو او حکومت ته وښيې چې موږ تا سره څه کړي او څرنګه ستاسو پالنه کوو؟.''

توندلارو خبرونه په دقت سره تعقیبول

کله کله به یې ویډیوګانې سملاسي د خبرونو له اوریدو نه وروسته ثبتولې.

'' د څه وخت لپاره هلته پاتې شول او بي بي سي یې اورېده[ د هاوسا ژبې خپرونه]. کله چې یې د راډیو اورېدل پاې ته ورسول، موږ یې یو یو راوغوښتلو. ځینوته یې وویل چې ودېږي او ځینو ته یې وویل چې پرځنګنوشي او ځینې کښيني چې زموږ[ فلم واخلي] او راته یې وویل چې ولولو. نو بیا موږ[ یو اسلامي متن] ولوسته.''

د نجونو یادښتونه څه شول؟

ناوومي ادامو او درې تنه نورې یادښت لیکوونکې- رودا پیټر، ساراتو ایوبا او مارګریټ یما- د می په میاشت کې آزادې شوې.

په سپتمبرکې، حکومت هغوی د زده کړې لپاره د یولا په شمال ختیځ ښار کې د نایجریا امریکايي پوهنتون ته واستولې.

ناوومي ادامو، چې د خپلې کورنۍ له اوو تنو ماشومانو یوه وه، وویل یادښتونه یې د خپلې کورنۍ لپاره ساتلي وو، او زما له لیوالتیا حیرانه ښکارېده.

هغې وویل'' د یو یادګار[خاطرې] په توګه مې لیکلي دي''.

'' چې زما ورونه، خوېندې او مور او پلار مې وویني.'

Image caption د ناوومي ادامو مور، کولو، لوستلای نه شي خو لیواله ده چې د یادښتونو د محتویاتو په هکله نوره هم وپوهېږي

خو د هغې ملګرې سارا سامویل،چې ډېر یادښتونه یې لیکلي، لا تراوسه نده راستنه شوې، چې له دې امله هغه خواشینې ده.

'' د خواشینۍ احساس کوم. ډېره خواشینې یم. تراوسه پورې، د هغې په اړه فکر کوم.''

د هغوی د نیول کېدو تقریباً دویم کال و چې د پوځي عملیاتو له امله د بوکوحرام د اکمالاتو لاره بنده شوه، هغه ترفشار لاندې اړ شوه چې واده کولو ته غاړه کېږدي، د دې پریکړې له امله یې دا حق ترلاسه کړ چې کولای شي د خپل بوکوحرام میړه سره له کمپه ووځي، په دې هیله چې په یو بل ځای کې بهتره ژوند وکړي او خوړو ته لاسرسی ولري. تر اوسه پورې یوه هغه نجلۍ هم نه ده آزاده شوې چې ودونه یې کړي وو.

د هغې پلار، سامویل یاګا، راته وویل تعجب نه کوي چې مشر ماشوم یې د بندیتوب په وخت کې ورته لیکلي دي.

هغه وویل '' هغې به تل لوستل کول. کله کله به پداسې حال کې ويده شوه چې کتاب به یې په غېږ کې و''.

د یادښتونو د یوې کتابچې پر وروستۍ پاڼه، هغې د خپلې کورنۍ د پنځوغړو نومونه لیکلي، چې د پای لیکه یې داسې ده:'' زما د پلار نوم سامویل دی او زما د مور نوم ریبیکا دی.''

دا تقریبا داسې وه لکه چې نه غواړي څه هېر کړي.

اړونده مطالب

ورته مطالب