عرب ټولنه د ایران د "لاسوهنې" په هکله بېړنۍ ناسته کوي

د انځور حقوق Getty Images

سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه د عربي ټولنې د غړو هېوادونو د بیړنۍ ناستې غوښتنه کړې.

ډيپلوماټیکې سرچینې وايي، سعودي عربستان غواړي چې په دې غونډه کې د عربي هېوادونو په چارو کې د ایران پر لاسوهنه خبرې وشی.

بحرین، متحده عربي اماراتو او جیبوتي د غونډې را بلل تایید کړي دي.

د مصر دولتي خبري اژانس د عرب ټولنې د یوه چارواکي له خولې وايي، دا ناسته به راتلونکې اونۍ قاهره کې وشي.

د ریاض او تهران ترمنځ وروستیو ورځو کې د ناندریو تر زیاتېدلو وروسته دا غوښتنه کېږي.

* عرب ټلواله: ایران د ریاض هوايي ډګر برید کې لاس لري

* سعودي عربستان له خپلو اتباعو غوښتي چې سملاسي لبنان پرېږدي

د دواړو لورو ناندریو له هغه وروسته لا زور واخیست چې د لبنان لومړ یوزیر تېره اونۍ سعودي عربستان ته په ناڅاپي سفر کې استعفا اعلان کړه.

ځینې لبناني چارواکو پر ریاض تور پورې کړ چې سعد حریري یې نظربند کړی دی.

خو پر سعودي چارواکو سربېره د فرانسې او جرمني بهرنیو چارو وزیرانو دا تور رد کړ.

سعد حریري هم اوس له مستقبل تلوېزون سره په ژوندۍ مرکه کې وویل بشپړ ازاد دی.

ښاغلی حریري وايي په هغه ډول چې ده خپله استعفا وړاندې کړه له یوه لومړي وزیر سره نه ښايي خو امنیتي وضعیت دغه کار ته اړ کړ.

"په نږدې راتلونکې به لبنان ته ولاړ شم، او د اساسي قانون د حکم له مخې د استعفا چاره به بشپړه کړم. پوهیږي چې دا ډول استعفا د یوه لومړي وزیر لپاره مناسبه نه وه. خو زما د خپل امنیت لپاره ځینې کارونه اړین و، چې په خوندي توګه لبنان ته ستون شم. په دې کار سره ما وغوښتل چې لبنانیانو ته وښیم چې موږ له څومره لوی خطر سره مخامخ یو".

پر حزب الله او ایران نیوکې

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سعد حریري په ملاتړ لاریون.

ښاغلي حریري په لبنان کې پر حزب الله ډله او ایران تور ولګاوه چې غواړي د خلیجي هېوادونو امنیت ګډوډ کړي.

"موږ نه شو منلی چې ایران دې د عربي هیوادونو په چارو کې لاس وهنه کوي او بیا دې یوه لبنانۍ سیاسي ډله په دې لاسوهنه کې ورسره شریکه وي".

د نوموړي په خبره، د سیاسي ډلې په توګه د حزب الله ملاتړ کوي، خو دا یې نشي منلی چې د لبنان د یوې سیاسي ډلې په توګه په یمن او یا بله سیمه کې ښکیله وي.

نوموړي د سیمې اصلي ستونزه د عربي هېوادونو په کورنیو چارو کې د ایران لاسوهنه وبلله.

ښاغلي حریري د یمن له خوار ریاض ته د توغندي توغولو ته په اشارې وویل:

"زه له عربي هېوادونو سره د لبنان د ټکر رامنځ ته کولو مسوول نه یم".

د ښاغلي حریري کوربه سعودي عربستان هم ایران تورنوي چې د عربي هېوادونو په چارو کې د شیعه مذهبو په پلوۍ لاس وهنه کوي.

سعودي عربستان حزب الله ډله د همدې لاس وهنو لپاره د ایران ښی لاس ګڼي.

دا هغه ډله چې د سیاسي فعالیت ترڅنګ ملیشه ځواک لري او د ایران په غوښتنه د سوریې د حکومت او یمن کې د حوړثیانو په ملاتړ جګړه کې ښکیله ده.

سعودي عربستان په یمن کې د حوثیانو پرضد د قانوني حکومت ملاتړ کوي.

د حوثیانو ګواښ

د انځور حقوق Reuters
Image caption د حوثیانو توغندی چې ریاض ته نږې شنډ شو.

سعودي چارواکو تېره اونۍ وویل چې له له یمن ور توغول شوی توغندی یې په هوا کې شنډ کړ.

دوی ایران په دې تورن کړ چې له حوثیانو سره یې د توغندي په پیاوړي کولو کې مرسته کړې ده.

ریاض له دغه ګام وروسته د یمن ټولې هوايي، ځمکنۍ او سمندري لارې وتړلې، خو حوثي وسلوالو ویلي چې د دې کلابندۍ په ځواب کې ممکن د دښمنو هېوادونو په تېل وړونکو بېړیو برید وکړي.

حوثیان له ۲۰۱۴ کال راهیسې د یمن پر پلازمېنه صنعا او ځینې نورو برخو واکمن دي.

سعودي عربستان یې په مقابل کې د یمن د قانوني ولسمشر عبده ربه منصور په ملاتړ د ۲۰۱۵ کال په مارچ کې عرب ټلواله جوړه کړه.

که څه هم له هغه راهیسې دا ټلواله عملیات کوي، خو لا هم حوثیان پر صنعا او ځینې نورو ښارونو واکمن دي.