"د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوال مرستندویان افغانستان کې د ملیشې د جوړېدو مخالف دي"

ګارډین:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د محلي پولیسو اپوټه به دا ملېشې د دفاع وزارت له خوا اداره کېږې.

برتانوۍ ورځپاڼه ګارډین لیکي د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوال مرستندویان په افغانستان کې د امریکا د هغه پلان مخالفت کوي چې له مخې یې غواړي په کليوالو سیمو کې د ورځپاڼې د راپور له مخې ځايي ملیشې رامنځته کړي.

دوی به د خپلو سیمو د امنیت مسوولیت لري چې د طالبانو د نفوذ مخه ونیسي.

ورځپاڼه لیکي ځینې نړیوال مرستندویان هڅه کوي افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د دغې طرحې مخالفت ته وهڅوي.

دا نوی ځواک د محلي پولیسږ په څېر دی خو توپیر یې دا دی چې د ملي دفاع وزارت له خوا به اداره کیږي او د ملي اردو هغه پخواني افسران او سرتیري به هم پکې وي چې په ملي پوځ کې یې د کار موده پای ته رسیدلې ده.

ورځپاڼه زیاتوي د دغه نوي ځواک شمیر شل زره تنه اټکل شوی دی.

ورځپاڼه زیاتوي په دې اړه ځینې اندېښنې شته چې ګواکې دغه نوی ځواک به سیمه ییزه سیالي پراخه کړي.

که څه هم د محلي پولیسو په اړه ځینې شکایتونه شته خو په ځینو سیمو کې د چارواکو په وینا د سیمو د امنیت خوندي کولو لپاره یې ښې پایلې لرلې دي، دوی همدې ته په کتو د دغه نوي ځواک رامنځته کولو ته زړه ښه کړی دی.

ټیلیګراف:

بله بریتانوۍ ورځپاڼه ټیلیګراف لیکي د پارلمان ځینو غړو د ایران د مخ په زیاتېدونکي پوځي ځواک په اړه اندېښنه ښودلې او هغه یې یو پټ خطر بللی.

ورځپاڼه زیاتوي د محافظه کار ګوند ځینې غړي وايي ایران د ترهګرو ډلو د ملاتړ له لارې په منځني ختیځ کې بې ثباتي رامنځته کوي.

ورځپاڼه د پارلمان د یوه غړي رابرټ جنریک له قوله زیاتوي ایران په افغانستان او عراق کې د وسله والو ملاتړ کوي، هغه وسله وال چې د سړک غاړي په ماینونو یې برتانوي سرتیري وژل شوي دي.

هغه پر پارلمان هم تور لګولی چې له سترګو د دغه پناه خطر په اړه ډیر لږ پام کوي او ډیر کم داسې پېښيږي چې په دې اړه د پارلمان غړي بحثونه وکړي.

رپوټ وړاندې زیاتوي د یاد غړي څرګندونې وروسته له هغه مخې ته راځي چې تېره میاشت کې له یوه داسې استخباراتي رپوټه پرده پورته شوه چې وايي په تېر اوړي کې د پارلمان د یو شمیر غړو د ایمیلو د هک کولو ترشا ډیر امکان شته چې د ایران لاس وي. وايي وړاندې داسې ګومان کېده چې د دې تر شاه به د روسیې یا د شمالي کوریا لاس وي.

ایکسپرېس ټریبیون:

د انځور حقوق Getty Images

پاکستانۍ ورځپانې ایکسپرېس ټریبیون لیکي چې افغانستان د کرېکټ تاریخې جوړولو لپاره پاکستان ته له خجالته ډکه ماتې ورکړه.

ورځپاڼې د پاکستاني لوبغاړي حسن خان هغه خبره را اخستې چې وايي په پرونۍ سیالۍ کې د افغانستان په وړاندې له خورا سختې سیالۍ سره مخ شول .

ده ویلي د افغان لوبډلې بالینګ ډیر ښه ، موږ هم خپله هڅه وکړه خو افغان لوبغاړي له مونږه ډیر ښه و.