"خپلو ګاونډیانو ته دروغ وایم چې نرسه وم"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ورځپاڼه لیکي تېرکال د افغانستان اقتصادي وده دوه اعشاریه دوه سلنه وه په داسې حال کې چې د نفوس د ډېریدو کچه درې سلنه وه په دې مانا چې د سړي سر عاید کم و،

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د ښځینه وو په اړه یو مطلب خپور کړی او خبریاله یې لیکي د افغان امنیتي ځواکونو د یوې غړې په کور کې ورسره ناسته وم.

دا خبریاله لیکي، دغې ځوانې چې څه باندې شل کاله عمر لري ترې غوښتنه وکړه چې نوم یې ډاګه نه شي او بیا ورته وویل چې ولې خپلو ګاونډیانو ته دروغ وايي چې نرسه ده.

دغې ځوانې ویلي چې خپلې اډې ته په شخصي جامو کې له کوره وځي او کله چې پوځي اډې ته ورغله خپلې پوځي جامې په تن کوي او په همدې ډول چې بیرته کور ته راځي بیرته پوځي جامې بدلوي.

د نیویارک ټایمز خبریاله لیکي دغې افغانې پوځۍ ورته ویلي که ګاونډیان یې خبر شي چې دا په پوځ کې ده نو وبه یې وژني.

ورځپاڼه لیکي دا هرڅه په داسې حال کې دي چې د امریکا متحده ایالتونه د افغان پولیسو او پوځ په لیکو کې د ښځو د شمېر د ډېرولو او هغوی ته د اسانتیاوو د برابرولو په خاطر میلیونونه ډالر لګوي او له ښځو غواړي چې په دې برخه کې رول ولوبوي خو دغه رول له خطر هم ډک وي ځکه چې د نورو ستونزو او ګواښونو ترڅنګ د نارینه همکارانو له ناروا غوښتنو سره مخامخ کېږي.

د نیویارک ټایمز خبریاله لیکي همدا تېره اونۍ د هوايي ځواک ځینو ښځینه افسرانو ورته ویلي چې په دوامداره توګه ترینه د جنسي اړیکو غوښتنې کېږي.

فاینېنشل ټریبیون:

د ایران فاینېنشل ټریبیون ورځپاڼه د نړیوال بانک د رپوټ پر بنسټ لیکي چې سږکال به له ناوړه امنیتي حالت سره سره د افغانستان اقتصادي وده د تېر کال پرتله لږه لوړه او دوه اعشاریه شپږ سلنه وي.

ورځپاڼه لیکي تېرکال د افغانستان اقتصادي وده دوه اعشاریه دوه سلنه وه په داسې حال کې چې د نفوس د ډېریدو کچه درې سلنه وه په دې مانا چې د سړي سر عاید کم و،

خو د نړیوال بانک چارواکې شبنم چوهدري وايي ځینې داسې شیان شته چې له مخې یې افغانستان کولای شي چې په راتلونکو دریو څلورو کلونو کې اقتصاد وده پنځه سلنې پورې لوړ کړي.

فاینېنشل ټریبیون د اغلې چوهدري له خولې لیکي زراعت، منرالونه او د هېواد ځوان کول د افغانستان لویې شتمنۍ دي او د دې ترڅنګ افغانستان د هېوادونو ترمنځ د پلُ حثیت لري.

جاپان ټایمز :

جاپان ټایمز ورځپاڼه په یو مطلب کې لیکي څو تنو امریکايي دیپلوماتانو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن تورن کړی چې د کم عمره پوځیانو یا جنګیالیو له قانونه یې په دې خاطر سرغړونه کړې چې د جون په میاشت کې یې پرېکړه کړې وه چې عراق، میانمار او افغانستان دې د هغو هېوادونو په امریکايي لست کې نه وي چې له کم عمره جنګیالیو پکې کار اخیستل کېږي.

ورځپاڼه لیکي په دې هکله یو سند چې مخکې یې په اړه رپوټ نه و ورکړی د رویترز خبري اژانس هم لیدلی دی.

جاپان ټایمز لیکي ښاغلي ټیلرسن دا پرېکړه په داسې حال کې کړې وه چې تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې په یادو هېوادونو کې له کم عمره جنګیالیو یا هم په بله اصطلاح ماشومانو نه په جګړو کې کار اخیستل کېږي.

ورځپاڼه لیکي د امریکا له دغه کلني لېست نه د هېوادونو ایستل امریکا د دې جوګه کوي چې پوځي مرستې ورسره وکړي او عراق او افغانستان خو بیا د سختو اورپکو پرضد په جګړه کې د امریکا متحدین دي او میانمار په سویل ختیځې اسیا کې د چین د نفوذ له امله له امریکا سره د نژدې کېدو په حال کې دی.

ورځپاڼه لیکي چې اوس مهال کانګو، نیجریا، سومالیا، سویلي سوډان، مالي، سوډان، سوریه او یمن هغه هېوادونه دي چې د دې لست له مخې له کم عمره پوځیانو یا ماشومانو نه د پوځي په توګه کار اخیستل کېږي.

ګارډین:

بریتانیا کې چاپیدونکې د ګارډین ورځپاڼه لیکي د چاپیریال ساتنې وزارت کې هره ورځ ۱۴ سوه یو ځل کاریدونکې پایلې کارول کېږي چې په توګه یې په تېرو پنځو کلونو کې دوه نیم میلیونه دغسې پیالې کارولې دي.

ورځپاڼه لیکي چې هر کال ۳ ملیارده یو ځل کاریدونکې کاغذي پالې په بریتانیا کې ایسته اچول کېږي ځکه چې په دې پیالو کې د کاریدونکې پلاستیک له امله دا پیالې بیا نه کارول کېږي او له ۴۰۰ پیالو نه یوه پیاله بیا کارول کېږي. اوس دلیبرال دیموکراتان غوښتنه کوي چې پر دغو پیالو هم باید د پلاستکي کڅوړو په څېر باید د پنځو پنسو بیه کېښودل شي چې له دې سره به د دې پیالو کارول کم شي او دې کار به له چاپیریال سره مرسته کړې وي