هندۍ محصله وايي، پاکستانۍ پاڼې یې جعلي تصویر خپور کړی

د انځور حقوق KAWALPREET KAUR
Image caption اصلي تصویر چې کوول پریت کور جون میاشت کې خپور کړی و

د دفاع پاکستان په نامه د یوه غیر رسمي بلاګ ټویټر اکاونټ له هغه وروسته تړل شوی، چې د یوې هندۍ محصلې داسې جعلي تصویر یې خپور کړی و، چې ګواکې له خپل هېواده یې د کرکې څرګندونه په کې کړې.

هندي رسنیو دا د پاکستاني پروپاګند خلاف یوه 'بریا ' بللې خو خپله کوولپریت کور چې تصویر یې خپور شوی و وايي، دغې ټولې قضیې ناارامه کړې ده.

اغلې کور جون میاشت کې د پلازمېنې ډیلي جامع جومات کې یو تصویر اخیستی و او لاس کې یې پر نیولي لوحې لیکلي و:

''زه یوه هندۍ یم او زه د خپل اساسي قانون سیکولر ارزښتونو ته ژمنه یم، زه به په ډله ییزه توګه د مسلمانانو ځورونې خلاف ولیکم ''

نوموړې بي بي سي ته وویل جون میاشت کې یې دغه تصویر د هغه کمپاین لړ کې اخیستی و، چې ټول هند کې پر مسلمانانو او دلت 'هغه هندوان چې د ټیټ ټولنیز حیثیت څښتنان بلل کېدل ' ځورونې خلاف 'د زما په نامه دې نه وی ' تر سر لیک لاندې پیل شوی و.

هند د ملګرو ملتونو غونډه کې د پاکستان 'ناسم' تصویر ته ځوابي تصویر وړاندې کړ

د فېسبوک له لارې د ملګرتیا غوښتنه لېږل ځورونه ده؟

خو د دفاع پاکستان په نامه پاڼې چلوونکو کسانو دغه لیکنه داسې بدله کړې:

''زه یوه هندۍ یم، خو له هنده کرکه کوم، ځکه هندي استعمار ناګا، کشمیریان، مني پوري حیدراباد، جوناګړ، سیکیم، میزورام او ګوا قومونه غصب کړي دي. ''

له دغه تصویر سره پر ټویټر پاڼه لیکل شوي و:

''هندیان بالاخره پر رښتیا وپوهېدل چې هېواد یې د استعمار مرکز دی. ''

دفاع پاکستان څوک دي؟

دفاع پاکستان ځان د پاکستان دفاع، ستراتيژیکو چارو، امنیتي مسایلو، نړیوالې دفاع او پوځي چارو یوازینۍ سرچینه بولي، خو پاکستان حکومت سره کوم رسمي تړاو نه ښيي.

خو دغه پاڼه د پوځ ګڼ کسان او مبصرین تعقیبوي او شنونکی په دې باور دي، چې د پاکستاني بیوروکراسي اجنډا پر مخ بیايي.

دغه پاڼه د سخت دریځو ښي اړخو د پروپاګند محتوا له کبله مشهوره ده او پر خبریالانو او لبرالانو سختې نیوکې کوي.

د یادې موضوع په تړاو دغې پاڼې د بي بي سي پوښتنو ته له ځواب ورکولو ډډه کړې.

د انځور حقوق KAWALPREET KAUR
Image caption کوول پریت د پاکستان دفاع لخوا دغه جعل شوی تصویر خپور کړی

که څه هم ټویټر حساب یې تړل شوی دی، خو دفاع پاکستان وېبپاڼه لا هم فعاله ده او دغه راز یې فېسبوکپاڼه هم فعالیت کوي، چې اته میلیونه کسان یې تعقیبوي.

اړونده مطالب