د زمبابوې نوي ولسمشر لوړه

د زېمباوې نوي ولسمشر اېمېرسن منانګاګوا، لوړه وکړه. زرګونه ملاتړي یې د لوړې مراسمو ته ور ټول شوي وو. دا دستورې د پلازمېنې هراري په یوه سپورتي لوبغاړي کې وشوې. ښاغلي منانګاګوا، ژمنه وکړه چې د اساسي قانون دفاع به کوي او د زېمباوې د خلکو حقونو به خوندي کوي. دی د رابرټ موګابې ځای ناستی دی. دې غونډې ته خپله موګابې نه و ورغلی وايي، ډېر ستړی دی. په دغه هېواد کې دا کلونه کېږي چې بې کاري ډېره او اقتصاد یې هم سم نه چلېږي.