"د بلک واټر څېړونکو بندي سعودي میلیاردر سر په تندي ځوړند کړي"

د انځور حقوق @twitter
Image caption ډیلي مېل زیاتوي، په هغو شهزادګانو کې چې له پښو سرچپه ځوړند شوي او وهل شوي ملیاردار شهزاده ولید بن طلال هم شامل دی.

ډیلي مېل:

پیسې د ازادۍ مقابل کې: سعودي کې د بندي شهزاده ګانو او سوداګرو شتمنۍ

لندن کې چاپیدونکې ډيلي مېل ورځپاڼه له سعودي عربستان نه د یوې سرچینې په وینا لیکي، له هغو سعودي شهزادګانو، میلیاردرانو او پخوانیو چارواکو نه چې څو ورځې وړاندې د ولیعهد محمد بن سلمان له خوا له فساد سره د مبارزې په ترڅ کې ونیول شول امریکایان تحقیقات کوي.

ورځپاڼه د دغې سرچینې له قوله لیکي، نیول شوي شهزادګان د امریکايي تحقیق کوونکو له خوا له پښو ځوړند کړای شوي او وهل شوي دي.

ډیلي مېل زیاتوي، په هغو شهزادګانو کې چې له پښو سرچپه ځوړند شوي او وهل شوي میلیاردار شهزاده ولید بن طلال هم شامل دی.

دغې سرچینې ویلي چې امریکايي تحقیق کوونکي د بلک واټر په نامه کمپنۍ غړي دي، خو بلک واټر کمپنۍ دا خبره رد کړې ده او وايي چې د دوی مامورین د امریکا قانون ته ژمن دي.

د امریکايي قانون له مخې، هغه امریکایان چې په بهر کې څوک شکنجه کړي تر شلو کلونو پورې زنداني کېدای شي.

واشنګټن پوسټ:

د "خلافت" له لاسه ورکولو سره کېدای شي له "داعش" سره تړلې نورې ډلې د نړې په بېلا بېلو برخو کې لا ډېرې سخت دریځۍ او بې رحمه کړنو ته مخه وکړي.

دا د واشنګټن پوست ورځپاڼې د یوه مطلب سرلیک دی او لیکي د جمعې په ورځ په مصر کې د جمعې لمانځه پرمهال په جومات کې برید له داعش سره د تړلو ډلو وړتیا وښوده چې په عراق او سوریه کې د خلافت د غچ په خاطر ترسره شو.

"داعش په عراق او سوریه کې ۹۵ سلنه خاوره بایللې ده"

د انځور حقوق FP/Getty Images
Image caption ورځپاڼه د کارپوهانو له قوله لیکي پر سنیانو برید د کیسې یوه برخه ده اوس چې داعش په سوریه او عراق کې خلافت له لاسه ورکړی له داعش سره تړلې نورې ډلې د خپل واک د ډېرولو په خاطر دغسې بریدونه کوي او دا بریدونه ښايي لا ډېر شي.

ورځپاڼه لیکي که څه هم پر مصري جومات د برید پړه چا په غاړه نه ده اخیستې خو داسې ډېر لاملونه شته چې له مخې یې د پړې ګوټه داعش ته نیول کېدای شي.

واشنګټن پوسټ لیکي په مصر کې له داعش سره تړلې ډله له شاخوا زرو غړو جوړه ده چې په وروستیو کې یې پر مصري پوځیانو او پولیسو بریدونه کول، خو دا لومړی ځل دی چې په مصر کې سنیان په نښه کوي.

ورځپاڼه د کارپوهانو له قوله لیکي پر سنیانو برید د کیسې یوه برخه ده اوس چې داعش په سوریه او عراق کې خلافت له لاسه ورکړی له داعش سره تړلې نورې ډلې د خپل واک د ډېرولو په خاطر دغسې بریدونه کوي او دا بریدونه ښايي لا ډېر شي.

هندوستان ټایمز:

امریکا له پاکستانه غواړي چې حافظ سعید ته د خپلو کړو جرمونو په خاطر سزا ورکړي.

دا د هندوستان ټایمز ورځپاڼې د یوه مطلب سرلیک دی او لیکي څو ساعته وروسته له هغه چې د لشکر طیبه بنسټګر حافظ سعید د محکمې په حکم له نظربندۍ خوشي شو امریکا له پاکستانه غوښتنه وکړه چې حافظ سعید ونیسي او د کړو جرمونو په خاطر یې محکوم کړي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption حافظ سعید په ترهګریزو بریدونو کې خپله ښکېلتیا ردوي

امریکا پاکستان ته: حافظ سعید بېرته ونیسئ

ورځپاڼه لیکي حافظ سعید په ۲۰۰۸ کال کې په ممبۍ کې د بریدونو له نهمې کلیزې څو ورځې دمخه خوشی شو او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل چې دوی د لشکر طیبه د مشر پر خوشي کېدو اندېښمن دي همدا ډله د امریکايي اتباعو په ګډون د سلګونو بې ګناه انسانانو د وژلو مسووله ده ځکه نو پاکستان ته پکار ده چې هغه ونیسي او د کړو جرمونو سزا ورکړي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼه په پاپوا نیوګیني کې د کډوالو په هکله په یوه مطلب کې لیکي چارواکو د مانوس په نامه ټاپو کې د کډوالو کمپ له پناه غوښتونکو تش کړ خو اوس یو بل پړاو پیلېږي او هغه دا چې دغه سلګونه ګډوال نورو سیموته لېږدول کېږي.

ورځپاڼه د پولیسو له خولې لیکي چې یوازې پرون جمعه ۳۲۸ تنه پناه غوښتونکي چې په ۲۰۱۳ کال کې مانوس ته استول شوي وو په یو بل ځای کې دریو بېلا بېلو مرکزونو ته واستول شول.

په مانوس ټاپو کې ۸۴۳ تنه پناه غوښتوونکي دي چې ایرانیان، افریقايان، عربان او د افغانستان په ګډون د سوېلي اسیا د هېوادونو اتباع په کې شامل دي.

ورته مطالب