د حافظ سعید پر ازادولو پاکستان ته د امریکا خبرداری

. د انځور حقوق Reuters
Image caption سپینه ماڼۍ وايي، حافظ سعید (بد ترهګر) دی

سپینې ماڼۍ پاکستان ته خبرداری ور کړی که د لښکر طیبه ډلې بنسټګر او د جماعه الدعوه ډلې مشر حافظ سعید بیا ځلي ونه نیسي او محکمه یې نه کړي، نو پاکستان ته به یې پایلې ښې نه وي.

امریکا او هند دغه پاکستانی مذهبي مشر په ۲۰۰۸ کال د هند د ممبيي ښار په خونړیو بریدونو کې په لاس لرلو تورن کړی دی.

امریکا د هغو معلوماتو پر سر، چې له مخې یې حافظ سعید ونیول شي، د ۱۰ میلیونو ډالره جایزه ټاکلې ده.

ښاغلي سعید چې نوم یې د ملګرو ملتونو په تور نوملړ کې هم شته، پر ده لګېدلي تورنه بې بنسټه بللي دي.

نوموړي ادعا کړې چې جماعه الدعوه خیریه بنسټ دی او د تاوتریخوالي په پېښو کې لاس نه لري.

* پاکستان حافظ سعید خوشی کوي

* پاکستان: جماعت الدعوة سیاسي ګوند جوړوي

* 'حافظ سعید افغانستان کې د داعش فعالیتونه اداره کوي'

تېره پنجشنبه د نومبره ۲۳مه د لاهور یوې محکمې د نوموړي د ازادولو حکم وکړ.

په پاکستان کې د حافظ سعید ملاتړو د محمکې له حکمه هر کلی کړی، خو دې چارې د هند او امریکا غوسه را پارولې او پاکستان یې د هغه په ازادولو پړ ګڼلی دی.

سپینې ماڼې تېره ورځ د نومبر ۲۵مه په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، حافظ سعید (بدنامه ترهګر) دی چې د سلګونو کسانو په ځانګړي ډول د یو شمېر امریکایانو په وژلو کې لاس لري.

په ۲۰۰۸ کال د هند ممبيي کې سخت دریځو اورپکو هم مهاله بریدونه وکړل، چې تر ۱۶۰ ډېر کسان پکې ووژل شول.

سعید، چې د تېرې پنجشنبې په ماښام خوشی شو، د ممبيي بریدونه کې لاس لرل ردوي.

نوموړي تر خوشي کېدا وروسته په یوه وېډیو کې ویلي: "هند تل د ترهګریزو ګومانونو ترشا توجیه پیدا کوي.. خو د لاهور سترې محکمې ثابته کړه چې د هند دا ادعاوې ناسمې دي".

حافظ سعید ته اوس په داسې سترګه کتل کېږي چې ګني د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لارښوونې تعقیبوي.

دغه پاکستاني مذهبي مشر د تېرې پېړۍ ۹۰ کلونو کې د "لشکر طیبه" په نوم یوه سخت دریځه ډله جوړه کړه، خو کله یې چې ډله ناقانونه وګڼل شوه، په ۲۰۰۲ کال یې پر خپلې ډلې یې د "جماعة الدعوة" نوم کېښود.

سعید وايي، جماعة الدعوة له اسلامي ویښتابه اغېزمنه ده، خو واشنګتن بیا وايي دا ډله هماغه لشکر طیبه ډله ده او یوازې نوم یې بدل شوی دی.

هند څو ځلې له پاکستانه د حافظ سعید د محاکمه کولو غوښتنه کړې، چې دې قضیې د دواړو اتوم لرونکو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ اړیکي تر ډېره ترینګلي کړي دي.

هند څو ځلې پر پاکستان نیوکه کوله، چې په ترهګریزو بریدونو تورن حافظ سعید ولې نه نیول کېږي.

ورته مطالب