ترکمنستان پارلمان د 'لاجوردو لار' هوکړه تایید کړه

د انځور حقوق MFA

ټرینډ نیوز لیکي چې د ترکمنستان ولسي جرګې د لاجورد ټرانزیټي لارې هوکړه لیک تصدیق کړ.

دغه سند څو ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د سیمه ییزه اقتصادي همکاریو کنفرانس (ریکا) په اومه غونډه کې د پنځو هېوادونو له خوا لاسلیک شو.

د لاجورد لاره له ترکمنستان، اذر بایجان، جورجیا او ترکیې تېریږي او افغانستان د ټرانزیټ یوې کرښې له لارې له اروپايي مارکیټونو سره نښلوي.

* اروپا ته د افغانستان پر لاره هوکړه وشوه* *

* 'اروپا ته د لاجوردو له لارې ۸۰٪ افغان صادرات او واردات'

ټرینډ نیوز زیاتوي ددې ټرانزیټې لارې د رامنځته کولو لګښت دوه ملیارده ډالره اټکل شوی او په اړه یې د افغانستان او نورو هېوادونو استازو خبرې کړي دي.

د دې ترانیزیټې لارې یوه برخه به د اورګاډي پټلۍ او بله برخه به یې (موټروې) وي چې د لارې په اوږدو کې پراته هېوادونو سره ونښلوي.

الشرق الاوسط ورځپاڼه

له لندنه خپرېدونکې ورځپاڼه الشرق الاوسط لیکي، په پام کې ده نن د نومبر ۲۶مه له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د اسلامي هېوادونو ټلواله د سعودي په پلازمینه ریاض کې غونډه وکړي.

وايي په دې غونډه کې به د دې ټلوالې ستراتیژي وڅېړل شي. دغې غونډې ته د ترهګرۍ ضد ټلواله نوم ورکړل شوی او ولیعهد محمد بن سلمان به یې پرانسته کوي.

ورځپاڼه زیاتوي په دې غونډه کې به د غړو هېوادونو دفاع وزیران او د نړیوالې ټولنې ځینې استازي او کارپوهان برخه ولري.

انیډیپنډینټ ورځپاڼه

بریتانوۍ ورځپاڼه اینډیپنډینټ لیکي سعودي عربستان هڅه کوي د نړۍ د سیلانیانو پام ځانته واړوي.

ورځپاڼه لیکي دا ممکنه ده چې دغه هېواد په چټکۍ سره د سیل په یوه پام وړ ځای بدل او کېدای شي دغه هېواد راتلونکی کال د سیلانیانو د ورتګ لپاره ویزې ورکول پیل کړي.

ورځپاڼه لیکي د سیلانیانو پام اړول د هغو هڅو په لړ کې کیږي چې د دغه هېواد نوی مشرتابه غواړي یوازې د تیلو پر عایدات یې اقتصاد تکیه نه وي.

ورځپاڼه لیکي سعودي عربستان غواړي په سره سمندرګي کې پنځوس ټاپوګان پر عصري او زړه پورې سیل ځایونو بدل کړي او د امریکا د لاس ویګاس په څېر د سیل لپاره یو ښار ودان کړي.

دغه ورځپاڼه په پاکستان کې د جماعة الدعوة د ډلې مشر حافظ د خوشې کېدو په اړه لیکي په داسې حال کې چې ځینې په پاکستان هم دا غواړي هغه په هند کې په بریدونو کې د لاس لرلو په تور محاکمه شي، هند او امریکا داسې اندېښنې لري چې حافظ سعید لاهم د پاکستان له پوځي استخباراتو ای ایس ای سره اړیکې لري.

ورځپاڼه زیاتوي حافظ سعید په وروستي ځل له خوشې کېدو وروسته مخکینی لومړی وزیر نواز شریف ځکه خاین وباله چې د ده په وینا غوښتل یې له هند سره سوله وکړي.

تهران ټایمز

تهران ټایمز لیکي ولسمشر حسن روحاني د سوریې په ودانولو کې د مرستې ټټر وهلی.

دغه ایرانۍ انګلیسي ژبې ورځپاڼه زیاتوي هغه د سوریې ولسمشر بشار الاسد ته پر داعش ډلې د بریا مبارکي ویلې ده او ژمنه یې کړې چې هېواد به یې د جنګ ځپلې سوریې په رغولو کې مرسته وکړي.

ورته مطالب