لور ته د 'پخوا' مړه شوي پلار وروستۍ ډالۍ

. د انځور حقوق SELLERSBAILEY/TWITTER
Image caption بېلي سېلرز ۱۶ کلنه وه چې پلار يې د سرطان ناروغۍ مړ کړ.

د یوې امریکايۍ نجلۍ بېلي سېلرز د زوکړې ۲۱مه کلیزې له خوشحالیو غمونو غېږ تاوه کړه، ځکه په دغه ورځ یې د خپل مړه شوي پلار له خوا د ګلونو ګېډۍ ډالۍ تر لاسه کړه.

بېلي سېلرز ۱۶ کلنه وه چې پلار يې د سرطان ناروغۍ مړ کړ.

د هغې پلار تر مړینې مخکې د ګل پلورلو یوې هټۍ ته پيسې ور کړې وې چې د لور تر ۲۱مې کليزې یې، هغې ته د ګلونو ګېډۍ او د ده په لاس له وړاندې لیکل شویو لیکونو یو لیک ور ولېږي.

د سېلرز پلار له ګل پلورونکي سره د پنځو کلونو لپاره خبره کړې وه چې سږ یې وروستۍ ګل ګېډۍ او وروستي لیک د هغې اوښکې وبهولې.

پلار يې په وروستي لیک کې ورته لیکلي وو: "دا مې وروستی لیک دی؛ خو هرې خوا چې وګورې، زه در سره یم. "

د امریکا د ټینسي ایالت د ناکسویل ښار اوسېدونکي بېلي سیېلرز پر ټوېټر پاڼه خپله کیسه لیکلې او وايي:

"ډېر زیات یې کمی احساسوم"

د انځور حقوق SELLERSBAILEY/TWITTER

اغلې سیلرز د خپل پلار له خوا ورته لیکل شوی لیک، د ګلونو ګېډۍ او د خپل ماشومتوب عکس پر ټوېټر خپاره کړي دي.

د پلار پیغام یې څه داسې دی:

" دا چې ما او تا بیا نه شو لیدای، نو دا ستا لپاره زما د مینې وروستی لیک دی. زما لورکۍ زه نه غواړم ته زما لپاره اوښکې تویې کړې. زه په ډېر ښه ځای کې یم." * د ځنکندن شېبو کې د ناروغې ښځې وروستۍ هیله پوره شوه

* واخان کې ښځې؛ هم د سړو کار کوي هم درس وايي

* که ښځې له فزیکي پلوه تر سړیو پیاوړې وی؟

بېلي سېلرز وايي، هر کال به مې چې د زوکړې په ورځ د پلار د ګلونو ګېډۍ ډالۍ تر لاسه کوله، ما به داسې انګېرله چې پلار مې ژوندی او له ما سره دی، خو نن مې چې د هغه وروستۍ ډالۍ تر لاسه کړه، غمجنه یې کړم.

د انځور حقوق SELLERSBAILEY/TWITTER

ورته مطالب