اسلام اباد کې تاوتريخوالی

اسلام اباد او راولپنډۍ ترمنځ فيض اباد سيمه کې نن هم د پوليسو او احتجاجيانو ترمنځ نښتې شوې دي.

په همدې وخت کې د لومړۍ وزير شاهد خاقان عباسي په مشرۍ بيړنۍ غونډه شوې، چې د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه، د کورنيو چارو وزير،د پنجاب مشر وزير او نورو جګپوړو چارواکو ګډون درلود.

بل پلو د پلازمېنې اسلام اباد د حساسو ودانيو ساتنې لپاره پوځيان ځای پر ځای شوي او پر شخصي ټلويزيوني چېنلونو بنديز دی، او ټولنيزې رسنۍ فېسبوک، ټويټر او يوټيوب هم بند دي.