"پنټاګون د افغان ځواکونو لیکو کې د ماشوم جنسي ځورونې څېړنو مخه نیولی"

ارشیف

واشنګڼ پوسټ ورځپاڼه امریکا دفاع وزارت د هغو ادعاوو د څېړلو مخه ډب کړې وه چې د افغان ځواکونو په لیکو کې د ماشومانو د جنسي ځورونې په اړه کېدلې.

ورځپاڼه د دفاع وزارت د یوه رپوټ په حواله وايي چې د څو کلونو لپاره امریکايي سرتیرو ته په دې اړه روزنه نه وه ورکړل شوې چې د بشري حقونو ضد کړنو په اړه څه رپوټ چمتو کړي.

اینډیپنډینټ ورځپاڼه

اینډیپنډینټ ورځپاڼه په ۲۰۱۲ کال کې د برتانوي ځواکونو له خوا د یوې کورنۍ د درې غړو د وژلو په اړه یو مطلب خپورکړی او زیاتوي چې دې کورنۍ ته څه باندې څلور زره ډالر ورکړل شوي دي.

وايي د دې بزګرې کورنۍ درې غړي د برتانوي ځواکونو له خوا ووژل شول ، خو وروسته ثابته شوه چې هغوی بې ګناه و او له طالبانو سره یې هیڅ اړیکې نه لرلې.

ورځپاڼه زیاتوي، په دې اړه څېړنې روانې دي چې په افغانستان کې د برتانوي ځواکونو کړنې او چلند وارزوي.

ورځپاڼې د یوه پخواني افسر څرګندونې هم خپرې کړي چې وایي له ده سره په هغه وخت کې د پېښې د څېړلو لپاره اړینه همکاري ونه شوه.

ډان ورځپاڼه

پاکستانۍ ورځپاڼه ډان په پلازمینه اسلام اباد او نورو ښارونو کې د روانو لاریونونو په اړه خپله سرمقاله کې د حکومت او پوځ ترمنځ له دغې ستونزې سره د چلند لپاره اختلاف ته اشاره کوي او زیاتوي چې د دواړو لوریو مشرتابه باید خپل اختلاف یوې خواته کړي او په یوه خوله او د یوې ستراتیژۍ له مخې دغه کړکیچ ته د پای ټکی کیږدي.

ورځپاڼه دغه راز له تېرو درې اونیو راهیسې روانو لاریونونو په وړاندې د پاکستان دولت د اوړمې ورځې غبرګون د پوښتنې وړ بولي او غوښتنه کوي چې پاکستان باید له دا ډول مسلو سره د چلند لپاره پر خپلو کړنلاروله سره غور وکړي.

عرب نیوز

عرب نیوز په یوه مقاله کې هیله مندي ښودل شوې چې د سویلي اسیا او افغانستان لپاره د امریکا نوې ستراتیژي به وکولی شي په روانه لوبه کې ژور بدلون راولي.

د مطلب لیکوال اجمل شمس په دې نظر دی چې افغانان له څو لسیزو راهیسې روانو جګړو ستړي کړي او د نوې ستراتیژۍ په اعلان سره دا هیله بیا پیدای شوې چې دغه غمیزه به پای ته ورسیږي.

لیکنه کې پر دې هم ټینګار شوی چې اړتیا ده هغه میکانیزم جوت شي چې پر پاکستان څه ډول سیاسي او اقتصادي فشار راوستل کیږي.

لیکوال وايي دا ډول فشار پاکستان اړ کوي چې د دغو ډلو له ملاتړه لاس واخلي او په سیمه کې د سولې لپاره هڅو کې په رښتینې مانا برخه واخلي.