د شهزاده هېري کوژدنه مېګهن مارکل څوک ده؟

هېري او مګهن د واده له اعلان وروسته د انځور حقوق Reuters
Image caption هېري او مګهن د واده له اعلان وروسته

د بریتانیا د ملکې لمسی شهزاده هېري له خپلې ملګرې مګهن مارکل سره، چې امریکایۍ لوبغاړې ده، واده کوي.

هېري تر خپل پلار، مشر ورور او ورېرونو وروسته د بریتانیې پر تخت د ځایناستۍ د لړۍ پنځم کس دی.

دی به څو میاشتې وروسته، په راتلونکي پسرلي کې له مېرمن مارکل سره واده وکړي او تر واده وروسته به د کنزینګټون ماڼۍ په ناتینگهام کاتج کې، چې د لندن په مرکز دی، اوسېږي.

دا جوړه د ۲۰۱۶ کال له اوړي سره ملګرې وه او یو بل یې لیدل. دوی د روانې میلادي اونۍ په پیل کې پرته له کوم عمومي اعلانه کوژده شول.

شهزاده چارلز، د بریتانیې ولیعهد او د هېري پلار، په خپله وینا کې خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: "د مېرمن مارکل کورنۍ هم د ده زوی هېري ته د نېکمرغۍ هیله کړې."

د سلطنتي کورنۍ غړو په بېلابېلو ویناوو کې پر دې خبره خوښي څرګنده کړې.

شهزادګۍ ډیانا د نړۍ شوخه مور

شهزاده هېري په هلمندکې له طالبانوسره په جگړه کې

شهزاده هیري وايي له افغان اورپکو سره جنګېدلی

شهزاده هري: د افغانستان ماموریت مې د مور مړینې غم هېر کړ

د بریتانیا لومړۍ وزیرې تېریزا مې، د مبارکۍ په یوه پیغام کې دوی ته د نېکمرغۍ هیله کړې.

د کارګر ګوند مشر جرمي کوربېن، هم ویلي چې هیله من دی دواړه ښه ژوند ولري.

مارکل ۳۶ کلنه ده او هېري ۳۳ کلن دی. دوی دواړه لومړی ځل ۱۶ میاشتې وړاندې د خپلو ملګرو له لارې سره اشنا شول او کابو دوه میاشتې مخکې یې کوژده وکړه.

مګهن مارکل د ۱۹۸۱ کال په اګسټ کې زېږېدلې.

هغې خپلې زده کړې د نجونو په رومن کېټولک پوهنتون کې کړې. په ۲۰۰۳ کال کې یې د سینما په برخه زده کړې پیل کړې او د نارټ ویسټ پوهنتون له اړیکو پوهنځي فارغه شوه.

مېرمن مارکل په لاس انجلیس کې لویه شوې او اوس په ټورنټو کې اوسېږي. دا چې په کومه سیمه کې ژوند کوي د هر کور بیه کابو یولک او یو اویا زره ډالره ده.

مارکل وړاندې تر دې چې له شهزاده هېري سره وپېژني، دومره مشهوره نه وه؛ دې په امریکایۍ سوټس ډرامه کې د رېچل زېن رول لوباوه.

د دې پلار په اتیایمه لسیزه کې د مشهورې خپرونې 'مېرېډ‌ وډ چلډرن' سینماټوګرافر و. مګهن لومړی ځل په ۲۰۰۲ کال کې د امریکا پر ټلوېزیون په یوه روغتیایي ډرامه کې ښکاره شوه. تر دې وروسته په ځینو جنایي ډرامو کې ولوبېده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption مګهن مارکل امریکايي لوبغاړې ده

مېرمن مارکل د هالیووډ پر لویې پردې هم څرګنده شوې او په 'ګیټ هېم ټو دا ګرېک'، 'رمېمبر مي' او 'هوریب باسس' فیلمونو کې لوبېدلې. مارکل په ۲۰۱۱ کال کې په یوه جنایي ډرامه 'فرنج' کې د اف بي آی د ځانګرې مامورې رول لوبولی او ښه په کې ځلېدلې.

دویم ځل واده

د مېرمن مارکل دا لومړی واده نه دی. دې د ۲۰۱۱ کال په سپټمبر کې د فیلم له پروډیوسر 'ټرېور اینجلس' سره واده وکړ خو دوه کاله وروسته سره بېل شول.

اغلې مارکل پر انسټاګرام ۱۹ لکه او پر ټوېټر ۳۵ لکه مینه وال لري. د دې تر څنګ د کاناډا د (ورلډ وېژن) نړیواله سفیره هم ده چې په نړیواله کچه د ماشومانو د تعلیم، خوړو او روغتیا لپاره کار کوي.

مګهن مارکل کاتولیک مذهبه ده او که شهزاده هېري څو کاله مخکې له دې سره واده کړی وی نو له سلطنتي ځایناستۍ به حذف شوی وای. خو هغه قانون چې په ۲۰۱۵ کې تصویب شو، د سلطنتي کورنۍ غړو ته اجازه ورکړل شوه چې د کاتولیکې کلیسا له پیروانو سره واده وکړي او په ورته وخت کې شاه یا ملکه هم شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption هېري او مګهن مارکل له عام اعلان پرته کوژده وکړه

ورته مطالب