د هوټل 'مېلمه ۱۲۰ ټلویزیونونه غلا کړي'

پولیس د انځور حقوق BANGALORE POLICE
Image caption واسو دیو ننایه له هغو ټلویزیونونو سره ناست دی، چې پر ده یې د غلا کولو تور لګېدلی.

هندي پولیسو هغه سړی نیولی چې ویل کېږي هوټلونو ته د مېلمه په توګه ورغلی او څلور میاشتې مودې کې یې ۱۲۰ ټلویزیونونه غلا کړي دي.

د ځايي پولیسو یوه افسر د بي بي سي هندي څانګې عمران قریشي ته ویلي، د هوټلونو څښتنانو ځکه پر واسو دیو ننایه نومي دغه سړي شک شبه نه کوله چې دی په ظاهره ډېر مهذب او معقول مېلمه ورته ښکارېده.

پولیس وايي، واسو دیو ننایه به هوټلونو ته له یوه صندوق سره ورته. نوموړی لومړی ځل اکتوبر کې له هوټله د ټلویزیون غلا کولو په تور نیول شوی و او دویم ځل هغه مهال ونیول شو، چې پر ضمانت خوشی شوی و. پولیس وايي نوموړي له خوشي کېدو سملاسي وروسته بیا غلا پیل کړې وه.

سنګاپور به هند ته د ۱۱ پېړۍ '' غلا شوی '' بت بېرته ورکړي

د خرو په مرسته د ګران بیه موټر غلا

۸۶ کلنه بوډۍ بیا پر غلا ګیر شوه

د ځايي پولیسو مشر مرستیال چیتن سینګ راټهور وايي د واسو دیو ننایه صندوق به معمولاً ډېر کوچنی و او 'په هوټل کې د ټلویزیون کچې سور او اوږدوالي له لیدو وروسته به یې نوی صندوق له بازاره اخیست. '

نوموړی وايي واسو دیو ننایه به څو ځله د هوټل هرکلي له برخې تېرېده، چې هغوی پوه نه شي کله یې د خونې ټلویزیون بهر ته لېږدولی. نوموړی هغه مهال ونیول شو، چې پر یوه سړي یې د ټلویزیون پلورلو هڅه کوله او هغه پولیسو ته معلومات ورکړل.

د بنګلور سیمې پولیسو د نوموړي خلاف د غلا ۲۱ پېښو کې د لاس لرلو دوسیه ثبت کړې او پولیس وايي دوی هیله من دي، چې واسو به د اوږدې مودې لپاره د زندان تمبو شاته ولېږل شي.