ټرمپ مې ته: بریتانیا کې د اسلامي ترهګرۍ غم وخوره

دواړو مشرانو په تېره جنورۍ میاشت کې سپینه ماڼۍ کې سره وکتل د انځور حقوق Getty Images
Image caption دواړو مشرانو په تېره جنورۍ میاشت کې سپینه ماڼۍ کې سره وکتل

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د بریتانیا پر لومړۍ وزیرې تېرېزا مې له هغې نیوکې وروسته لفظي برید وکړ، چې ولې ټرمپ پر ټویټر د مسلمانانو ضد وېډیو بیا خپره کړې ده.

ټرمپ په یوه ټویټ کې لیکلي: "پر ما تمرکز مه کوه، بلکې بریتانیا کې د سخت دریځې اسلامي ترهګرۍ پېښدو پام وکړه."

د تېریزا مې ویاند وړاندې ویلي وو: "د امریکا د ولسمشر دا عمل تېروتنه ده".

ویل کېږي لومړی ټویټ د "لومړی بریتانیا" ډلې د مرستیالې مشرې جایدا فرانسین له ټویټره اخیستل شوی، چې یو مسلمان برید کوونکی پر یوه سړي په لرګیو برید کوي. دوې نورې وېډیوګانې هم خپرې شوې، چې فرانسین وايي، مسلمانان دي.

دا ډله په ۲۰۱۱ کال د بریتانیا ملي ښي لاسي سخت دریځي ګوند د مخکېنیو غړو له خوا جوړه شوې ده.

یادې ډلې پر خواله رسنیو د لانجمنو مسالو په خپرولو د خلکو پام ځان ته اړولی چې ظاهراً وايي هدف یې "د بریتانیا خوندیتوب" دی.

امریکا او بریتانیا نژدې ملګري دي چې ډېری وخت خپل دوه اړخیزه اړیکي ستايي.

وېډیو کې څه دي؟

د هالنډ یوه قضايي چارواکي بي بي سي ته ویلي، په وېډیو کې لیدل شوی کس نیول شوی او هغه کډوال نه دی، بلکې هالنډ کې زیږېدلی او لوی شوی دی.

امریکا کې د هالنډ سفارت پر ټویټر لیکلي، چې دا مساله تاییدوي او د امریکا ولسمشر ته یې په خطاب کې لیکلي: "واقعیت مهم دی، په انځورونو کې چې کوم سړی ښکاري، هالنډ کې زیږېدلی او لوی شوی دی او د هالنډ د قانون مطابق به سزا ورکول کېږي."

دویمه وېډیو کې چې د امریکا د ولسمشر له خوا خپره شوې، یو سړی ښکاري چې د "باکرې مریم" مجسمه ړنګوي.

په دې وېډیو کې بریدکوونکی وايي، د شام په خاوره کې له خدای پرته بل د هېچا عبادت نه کېږي. ښکاري چې دا وېډیو په ۲۰۱۳ کال یوټیوب کې خپره شوې او د سوریې اړوند ده.

درېیمه وېډیو کې د مصر د ۲۰۱۳ کال اړدوړ ښکاري، چې یو سړی اسکندریه کې د ودانۍ له بامه غورځول کېږي. په ۲۰۱۵ کال په دې اړدوړ کې ټول ښکېل کسان محاکمه شول او یو یې اعدام هم شو.