د هوايي ډګر تالاشۍ کې ۲۰۰ خځنده 'نیول' شوي

د انځور حقوق KANKAN NEWS
Image caption چارواکي وايي، کله چې کڅوړه پرانیستل کېده یو ترې بهر ته ووت

د چین یوه هوايي ډګر ګمرک چارواکي هغه مهال حیران پاتې شول، چې د یوې جوړې صندوق یې پرانیست او سلګونه ژوندي ګړندي 'چرچري یا سورپري ' ترې راووتل.

د 'بیجینګ یوت ډيلي ' رپوټ وايي ګمرک چارواکو د عمړ خوړلیو مېړه، ښځې په بېک کې خوځښت محسوس کړ او له هغه وروسته یې د بېک ایکسره واخیسته.

یوه کارکوونکې شو یویو وايي، په بېک کې یو سپین پلاستیکي کڅوړه وه، چې تور رنګه خځنده په کې ښکارېدل. یوه همکار مې کڅوړه پرانیسته او سلګونه ګړندې ترې رابهر شول.

کله چې مو له دوی وپوښتل چې څه پرې کوي؟ مېړه وویل چې د مېرمنې لپاره یې د پوټکي ملهم کار ورکوي.

اغلې یو وايي چارواکو ته وویل شول، چې دا د لرغونې درملنې یو ډول دی، چې ګړندي به یې له طبي کریم سره یو ځای کول او پر پوټکي به یې موښل.

په مساپر وړونکې الوتکه کې مار

الوتکه کې مار د اماراتو پرواز لغوه کړ

د بیجینګ یوت ډیلي رپوټ کاږي په الوتکو کې د ژوندي خځنده لېږدولو اجازه نه شته، ځکه دغه ګړندي ساتونکو وګرځول او برخلیک یې معلوم نه دی.

دا لومړی ځل نه دی، چې امنیتي چارواکي د تالاشۍ پر مهال له دغه ډول حیرانۍ سره مخامخ کېږي. له دې مخکې اګست کې ایکسرې ماشین کې د یوه سړي بېک کې انساني اوږې لیدل شوې وې.

د انځور حقوق KANKAN NEWS
Image caption شو یو یو وايي، کڅوړه کې له سلو تر دوو سوو پورې ګړندي یو ځای شوي وو

اړونده مطالب