د لندن او واشنګټن ترمنځ د اړيکو پر راتلونکي اندېښنې

د دوو نژدې ملګريو ترمنځ کمسارو ناندريو کې د امريکا ولسمشر د پر بريتانوي حکومت ځوابي ګوزار کړی ځكه لندن کې د تيريزا مې حکومت له هغو پراخو غندنو سره ملګری شوی، چې د ده له خوا د بريتانيا توندلارو ډلو د مسلمانانو ضد ويډيوګانو بيا ټويټولو پر وړاندې شوې دي. ده لومړۍ وزيره مې هڅولې چې پر ده نه، بريتانيا کې يې په وينا پر توندلارې اسلامي ترهګرۍ پام غونډ کړي.