"چین کې پرمختللی ماین شنډوونکی روباټ جوړ شوی"

ارشیف د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ربوټ په شتون کې څوک له لرې ماین ته چاودنه نه شي ور کولی

چینايي ورځپاڼه دې پیپل لیکي، چینايي انجینرانو د ماین شنډولو یو نوی روباټ جوړ کړی چې له پخوانیو هغو یې وړ تیا ډېره ده .

د ورځپانې د رپوټ له مخې نوي روباټ دا کمال لري چې شنډ شوي ماین ته چاودنه هم ورکړي او د احتمالي تخریب مخنیوی هم کوي.

ورځپاڼه زیاتوي دا نوی روباټ دا وړتیا هم لري چې له لرې د ماین کنټرولو امکانات له منځه وړي.

په دې مانا په هغې ساحه کې چې دا روباټ کار کوي څوک نه شي کولی له لرې هلته ماین ته چاودنه ورکړي.

موسکو ټایمز

موسکو ټایمز لیکي، د مصر او روسیې ترمنځ پوځي همکارۍ تړون به پنځه کلن وي چې تمدیدای هم شي. د دغې هوکړې له مخې به دواړه هېوادونه یو د بل له هوايي حریم او هوايي اډو کار اخستلای شي، خو پنځه ورځې وړاندې به یو بل ته ددغې کارونې خبر ورکوي.

اسراییلۍ ورځپاڼه هاراټس د مصر او روسیې ترمنځ د پوځي هوکړې په اړه لیکي دا هوکړه ښيي چې روسیه په سیمه کې د خپل پوځي حضور له پاره په ډیره لیوالتیا هڅې کوي.

واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، په عاج ساحل کې د اروپا او افریقا پرسرمشریزه په لیبیا کې له افریقايي کډوالو سره کېدونکي ناسم چلند سیوری غوړولی و.

په رپوټونو کې ویل شوي، په دغه هېواد کې چې پخپله هم د ناامنۍ او جګړې له امله خوندي نه دی، افریقايی کډوال چې غواړي اروپا ته ولاړ شي، د مرییو (غلامانو) په څېر پلورل کیږي او له ناوړه جنسي ګټه ترې اخیستل کیږي.

ورځپاڼه زیاتوي د جرمني ، فرانسې ، لیبیا ، چاد ، نیجر او څو نورو هېوادونو مشرانو هوکړه وکړه چې ژر تر ژره د هغو کډوالو د لیږدولو لپاره لاس په کار شي چې په لیبیا کې ایسار دي.

ګارډین ورځپاڼه

د امریکا او بریتانیا د مشرانو ترمنځ د اسلام او مسلمانانو پرضد د څرګندنو پر سر راپورته شویو ناندریو په اړه بریتانوۍ ورځپاڼه ګارډین لیکي، د دې ناندریو په پایله کې به بریتانیا ته د ډونالډ ټرمپ د احتمالي سفر په اړه د پارلمان د غړو ترمنځ مخالفتونه ډیر کړي.

ډونالډ ټرمپ په خپله ټویټر پاڼه کې د یوې بریتانوۍ کیڼ اړخې سخت دریځې ډلې هغه ویډیويي تصویرونه خپاره کړي چې پکې پرمسلمانانو نیوکې شوې دي.

د بریتانیا لومړۍ وزیرې د ښاغلي ټرمپ له خوا د دغو انځورونو خپرول غندلي.