هوايي چلند اداره: کندهار ته د 'نور' سفر ځنډېدل، د مهالوېش ستونزه وه

. د انځور حقوق GENERAL ATA MOHAMMAD NOOR/FB
Image caption د ملکي هوايي چلند ادارې وايي، د ښاغلي نور او ملګرو الوتکه یې د ورځې له خوا کندهار ته سفر کولی شي.

وروسته له هغه چې د بلخ والي حکومت کندهار ته د هغه د سفر په مخنیوي تورن کړ، د ملکي هوايي چلند ادارې یې په غبرګون کې ویلي، د الوتنو په مهالوېش کې د ځنډ له امله کندهار ته د یادې الوتکې پرواز ځڼدول شوی دی.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې نن جمعه د ډیسمبر په لومړۍ، په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، پتېیل شوې وه هغه الوتکه (چې پرون پکې عطامحمد نور سفر کاوه) سهار په ۹بجو او ۴۵ دقیقو د کندهار پر لور پرواز وکړي، خو الوت یې په مهالوېش کې د ځنډ له امله تر سره نه شو.

په خبرپاڼه کې راغلي، وروسته وپتېیل شوه چې الوتکه د شپې په ۹ بجو او ۱۵ دقیقو د کندهار په هوايي ډګر کې کېني، خو د شپنیو پروازونو په برخه کې د کمو امکاناتو او د کندهار په هوايي ډګر کې له مېشتو ناټو ځواکونو سره د همغږۍ رامنځته کولو اړتیا له امله د الوتکې د پرواز مخه نیول شوې ده.

د بلخ والي عطا محمد نور تېره ورځ پر خپله فېسبوکپاڼه ویډیو خپره کړه چې پکې وايي، غوښتل يې د کندهار په (تفاهم شورا) کې ګډون لپاره دغه ولایت ته لاړ شي، خو د حکومت مشرتابه ورته اجازه ورنه کړه.

* عطا محمد نور: حکومت کندهار ته د سفر اجازه را نه کړه

* ''د لویې جرګې په تړاو غونډو کې دې دولتي کارکوونکي ګډون نه کوي''

* کرزي د امریکا افغان تګلارې ارزونې لپاره د جرګې رابللو غږ وکړ

د کندهار غونډې لومړۍ ورځ

پتېل شوې چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون د ملي وحدت حکومت منتقدان او د ولسي جرګې یو شمېر غړو له خوا، نن جمعه د ډیسمبر لومړۍ، په کندهار کې غونډه (تفاهم شورا) جوړه شي.

د کندهار درې ورځنې غونډې اصلي بحثونه سبا شنبه د ډیسمبر په دویمه، پيلیږي او نن یې ځینو ګډونوالو اجنډا له خلکو سره شریکه کړه.

د غونډې ګډون کوونکي وایي، موخه یې د دولت پرځول یا د لویې جرګې رابلل نه بلکې د حکومت د کمزورو ټکو برسیره کول او ورته حل لارې لټول دي.

د غونډې نننۍ برخه کندهار ته د بلخ د والي عطا محمد نور د ورتګ د مخنیوي تر سیورې لاندې راغلې وه او ټولو ویناوالو د حکومت دغه کړنه چې د دوی په باور، د عطا محمد او ورسره پلاوي د ورتګ مخه یې نیولې، په کلکو ټکو وغندله.

د ولسي جرګې مرستیال همایون همایون د کندهار غونډه کې د ښاغلي نور او باتور دوستم د ګډون مخنیوی د ډیموکراسۍ مرګ وباله.

د جرګې بل غړي ظاهر قدیر له ولسمشر نه وغوښتل چې تر راتلونکو ۱۲ ساعتونو پورې عطا محمد نور اوباتور دوستم ته د کندهار د تګ زمینه برابره کړي که نه دده په خبره، بده پایله به ورته ولري.

د ملکي هوايي چلند خپلواکې ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي، د شپې له خوا د کندهار د هوايي ډګر په ځینو برخو د حفظ او مراقبت چارې او همدارنګه له دغه هوايي ډګره پوځي عملیات سره کېږي، خو د ورځې له خوا د ښاغلي عطا محمد نور او ملګرو لېږدوونکې الوتکې ته یې د سفر اسانتیا شته.

د بلخ د والي له خوا په خپره شوې ویډیو کې ليدل کېږي چې نوموړى د مزار ښار په هوايي ډګر کې په داسې حال کې چې د جنرال دوستم زوى باتور دوستم، د جمعيت اسلامي د مشرتابه غړى کليم الله نقيبي او ځينې نور کسان يې ترڅنگ دي بېرته له الوتکې کوزېږي.

ښاغلي نور وويل: "له يونيم ساعت انتظار وروسته بېرته له الوتکې کوز شوم."

نوموړي د حکومت دا چلند د اخلاقي اصولو او د ملي ګټو خلاف بللی او زیاته کړې یې ده چې د حکومت ستنې به کمزورې کړي.

ولسمشرۍ ماڼۍ کندهار ته د ښاغلي نور د سفر د ځنډ په اړه له څه ویلو ډډه کړې او زیاته کړې یې ده، دریځ یې هماغه دی چې د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې له خوا ښودل شوی دی.

تېره ورځ هم په خواله رسنیو کې د افغانستان د ملي امنیت ریاست هغه مکتوب هم لاس په لاس کېده چې پکې د کندهار په غونډه کې ګډون کوونکو افغان سیاستوالو په الوتکه د دولت د مخالفانو چاودونکي توکي ځای پر ځای او چاودنه ور کړل شي.

د چارو شنونکي په دې باور دي چې د ملي وحدت حکومت له بېلو لارو هڅه کوي په کندهار کې د تفاهم شورا غونډه کمرنګه کړي.

ورته مطالب