پولیسو هغه سړی نیولی چې جرابو یې بد بوی کاوه

نورو سپرلیو په هیماچل پردېش سیمه کې بس چلوونکی اړ کړ، چې د پولیسو مرکز سره ګاډی ودروي او دوی پولیسو ته د کومار شکایت وکړ. د انځور حقوق Getty Images
Image caption نورو سپرلیو په هیماچل پردېش سیمه کې بس چلوونکی اړ کړ، چې د پولیسو مرکز سره ګاډی ودروي او دوی پولیسو ته د کومار شکایت وکړ.

هندي پولیسو یو سړي ځکه نیولی، چې په وینا یې جرابو یې ډېر ناوړه بوی کاوه.

په بس ګاډي کې ناستو کسانو پولیس ته شکایت کړی و، چې ګاډي کې د یوه ناست کس جرابې ډېر ناوړه بوی کوي او پولیسو ۲۷ کلن پرکاش کومار د نورو 'په عذابولو ' په تور نیولی دی.

د کومار او نورو سپرلیو تر منځ هغه مهال ناندرۍ پیل شوې، چې ښاغلي کومار پلازمېنې نوي ډیلي ته روان ګاډي کې بوټان او جرابې وایستل.

د کومار جرابو داسې بدبويي کوله، چې نورو مساپرو ورنه وغوښتل یا یې پټې کړې او یا یې باید بهر وغورځوي، خو نوموړي د نورو دغه غوښتنه رد کړه او تر منځ یې لفظي شخړه پیل شوه.

نورو سپرلیو په هیماچل پردېش سیمه کې بس چلوونکی اړ کړ، چې د پولیسو مرکز سره ګاډی ودروي او دوی پولیسو ته د کومار شکایت وکړ.

هند: موږکانو زرګونه لیټره شراب څښلي

هند کې ولې له بیزو سره مقابله د ټاکنو ګټلو موضوع شوه؟

پرکاش کومار هندوستان ټایمز ورځپاڼې ته ویلي جرابو یې 'بدبويي نه کوله ' او مساپرو 'بې دلیله ' د ده خلاف ادعا کړې.

پولیسو بي بي سي ته ویلي ښاغلی کومار یې د ضمانت بدل کې خوشی کړی دی.