د اسلام اباد د بنارس خان اوښکې

Image caption د حکومت له لوري د بنارس خان لاس نیوي ته څوک ښکاره نه شول، خو یو شمېر خواخوږي انسانان رامخکې شول او له وسه سره سم یې د بنارس خان د اوښکو وچولو هڅه وکړه.

تېره اونۍ د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد کې د یوه مذهبي ګوند پاریدلي احتجاجیان او هغه پولیس لاس او ګرېوان شول، چې د مظاهرینو شړلو لپاره فیض اباد نومې څلور لارې ته ورغلي وو.

یو سړي له دغه اړودوړ وروسته وویل ټوله 'شتمني ' یې له لاسه ورکړې. بنارس خان د بي بي سي خبریال ته په وچو شونډو او غریو نیولي غږ وویل:

''په یوه شېبه کې مې هغه ټوله شتمنې ایره شوه، چې ټول عمر مې راټوله کړې وه. ''

د انځور حقوق STR

د بنارس خان (شتمني) هغه جونګړې ته ورته دکان و، چې د احتجاجیانو ناستې په ځای کې یې د موچي په حیث په کې د اسلام ابادیانو څپلۍ او بوټان ګنډل او 'نامعلومو ' کسانو په هغه اړودوړ کې اور ورته کړی و.

بنارس خان چې د خپلې هټۍ ایرې یې لټولې بي بي سي ته وویل:

''خلک راځي او د خپلو پیزارو پوښتنه کوي، څوک پېسې رانه غواړي او څوک راته وايي، خان دا دې څه وکړل؟ خو زه نه پوهېږم څه وکړم، نه یم خبر چې چا دا کار کړی، حکومت کړی که ملا، هېڅ نه پوهېږم ''

د احتجاج او مظاهرو هغه لړۍ د پاکستان نورو ښارونو ته هم وغځېده، د پلازمېنې مهمو ودانیو ساتنې لپاره پوځیان وغوښتل شول.

وروسته اسلام اباد کې مظاهره پای ته ورسېده. د پاکستان سترې محکمې دغه پېښه د هېواد خلاف یوه توطیه بللې او له څارګرو ادارو یې غوښتي، چې مخه یې ونیسي.

دغو مظاهره کوونکو څه باندې دوې اونۍ د پلازمېنې او څنګلوري ښار راولپنډۍ تر منځ لاره تړلې وه او هلته یې خیمې وهلې وې.

د پولیسو او مظاهره کونکو تر منځ اخ وډب کې د پولیسو یو شمېر موټرو ته اور ورته کړل شو او پولیسو ځینې کسان ونیول، خو تر ماښامه و نه توانېدل مظاهره کوونکي د احتجاجي ناستې له ځایه وشړي.

اسلام اباد پولیسو سترې محکمې ته وړاندې کړي رپوټ کې ویلي چې پولیس له ۲۰ ورځو راهیسې د احتجاجیانو خوندیتوب ته ولاړ وو، ځکه د دوی د شړلو پر ورځ ستړي وو او د افسرانو تر منځ نه همغږي د دې لامل شوه، چې د احتجاج کوونکو شړلو عملیات ناکام شي.

دغې موضوع پاکستان کې ګڼ بحثونه راپورته کړل، خو د دې هر څه تر څنګ بنارس خان پټه خوله د خپلې جونګړې پاتې شوني لټول چې ګوندې یو څه پکې له ایره کېدو پاتې شوي وي.

د انځور حقوق Getty Images

د خواله رسنۍ فېسبوک یوه کاروونکي پر خپله پاڼه د بنارس خان حال خپور کړ او له هغه ځای ځای رسنیو او د بي بي سي خبریال موسی یاوري هم دغه کیسه تر نورو ورسوله.

یو شمېر خواخوږي انسانان رامخکې شول او له وسه سره سم یې د بنارس خان د اوښکو وچولو هڅه وکړه.

بنارس خان بي بي سي ته وویل یوه سړي ۹۰ زره پاکستانۍ روپۍ نغدې ورکړې او د پنجشنبې پر ورځ هم ۵۰ زره او ۲۰ زره روپۍ مرسته ورسره شوې.

هغه وايي مرستندویانو خپل نومونه ورښوولي، خو دا یې هم ورته ویلي، چې نومونه یې بل چا ته و نه ښيي او نه یې د اړیکي لپاره ټیلیفون شمېرې ورکړې.

بنارس خان دا هم ویلي، چې د هېواد له بېلا بېلو برخو او بهره خلک ورته ټیلیفون کوي او د مرستې خبره کوي. نوموړی وايي د دکان چارې یې بشپړې شوې او د جمعې پر ورځ به کار پیل کړي. بنارس خان مرسته کوونکو ته دوعا کوله:

''همدغه دکان مې ټوله شتمنې وه، د مېرمن او ماشومانو فکر راسره و، خو اوس راته یوه وسیله پیدا شوه. ''

د انځور حقوق ARSLAN MUNIR
Image caption د بنارس خان دکان چې د احتجاج په اړودوړ کې لولپه شو

د بنارس خان پر څېرې ډاډ په چیغو ویل چې له ټولو کړکېچونو، ناندریو، ناخوالو او تاوتریخوالي سره هم د انساني خواخوږۍ او بشر دوستۍ ډېوه نه ده مړه شوې او لا هم داسې انسانان شته چې له ظاهري ریاکارۍ پرته د هغو بېوزله او بیوسه انسانانو د مرستې جذبه لري چې د نورو انسانانو له لاسه ځوریږي او همدا ښايي د بشر راتلونکي ته د هیله مندۍ دلیل وي.