اکسفورډ پوهنتون به د خصوصي پانګونې له لارې ۷۵۰ ميليونه پونډه ترلاسه کړي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اکسفورډ پوهنتون وایي په دې سره یې پر ځان ډاډ او د لګښتونو په برخه کې آزادي ډېرېږي

په نړیواله کچه د برتانیا مشهور پوهنتون اکسفورډ وایي هیله من دی چې د خصوصي پانګونې له لارې سلګونه میلیونه پونډه راټول کړي.

په برتانیا کې د پوهنتونو لګښتونه د محصلانو د فیسونو له لارې پوره کېږي، خو دا لومړنۍ بېلګه ده چې یو پوهنتون هڅه کوي د محصلانو پر ځای د خپلې اړتیا پیسې د پانګې له بازارو تر لاسه کړي.

د دې قیمتي پاڼو مانا دا ده چې اکسفورډ پوهنتون به له پانګوالو څخه پیسې اخلي چې د سلو کلو په ترڅ کې له څه باندې دوه نیم سلنې سود سره بېرته ادا کېدونکې دي.

اټکل دی چې په دې ډول به پوهنتون تر ۷۵۰ میلیونو پونډو ترلاسه کړي. د ټولېدونکو پیسو اندازه له هغه څه چې اټکل یې کېده ډېره ده.

په پیل کې د ۲۵۰ میلیونو پونډو په ارزښت قیمتي پاڼې وړاندې شوې وې، خو اوس جوته شوې چې د دغو پاڼو د لاسته راوړو له پاره خورا ډېر کسان پر لیکه دي چې ورسره د پانګوونکو له خوا د وړاندیزي پانګونې کچه تر دوه میلیاردو پونډو رسېږي.

په داسې حال کې چې په برتانیا کې د محصلانو پر فیسونو ناندرۍ شته او په دې برخه کې د حکومت تګلارې هم پوره ټیکاو نه لري، پوهنتونونه غواړي چې په زیاتېدونکي ډول خصوصي پانګوونکو ته مخ واړوي.

اکسفورډ پوهنتون وایي په دې سره یې پر ځان ډاډ او د لګښتونو په برخه کې آزادي ډېرېږي او کېدی شي چې په راتلونکې یوه - یوه نیمه لسیزه کې سلګونه میلیونه پونډه په ودانیزو پروژو ولګوي.

دا به تر اوسه د برتانیا د هر بل پوهنتون له خوا د قیمتي پاڼو یا بانډونو تر ټولو لویه پلورنه وي. خو تر اکسفورډ وړاندې، کېمبرېج، لیډز، مانچسټر، کارډېف او لېورپول پوهنتونو په ورته بڼه پیسې راټولې کړې دي.

د مودي په نامه اداره چې د هېوادونو او موسسو مالي اعتبار ټاکي اکسفورډ پوهنتون ته په بازار کې د خپل بېساري دریځ له امله تر ټولو اوچته اعتباري درجه - درې اې ورکړې ده.

ورته مطالب