"زه هم احساس لرم، زړه مې غواړي څوک مې تر څنګ وي او وېښتان مې ونازوي"

میترا او معلولیت د انځور حقوق .
Image caption معلولیت نه شي کوی زما اړتیا او وغوښتنې وځپي

زه یوه ښځه یم، له فزیکي اړخه پنځه اویا سلنه معلوله یم. زه د هډوکو نرمي لرم. هو، ما هم مینه تجربه کړې.

زه تل وایم، موږ انسانان که مینه ونه کړو، نو په یوه څنډه کې به د پرتې ډبرینې نانځکې غوندې وو.

ميترا وايي، کله چې ۱۱ کلنه وم، پوه شوم د ګاونډي هلک پر وړاندې خاص احساس لرم. دا احساس مې راته منطقي نه ښکارېده؛ ځکه د معلولیت له وجې مې ځان د نورو عادي کسانو له ډلې نه شمېره. ځان مې د ژوند کولو وړ نه ګاڼه او د هغه مرګ په تمه وم چې ترې بېزاره وم.

څوارلس کاله مې دا مینه په زړه کې پټه ساتلې وه، خو وروسته تر څوارلسو کلونو مې دې مینې ته سر ټیټ کړ؛ خپلې کورنۍ او د هغه کورنۍ ته مې له دې مینې وویل. کورنۍ مې ملاتړ ونه کړ او دا سبب شول چې سخت کلونه تېر کړم.

د انځور حقوق courtesy
Image caption د میترا په لاس کښل شوي انځور

زه هغه کس ته ونه رسېدم، خو د مینې تجربې په ما کې بدلون راووست او زه یې پیاوړې کړم. زه د خپلې مینې له امله بلې لویې مینې ته ورسېدم. دا ټول سبب شول چې د ژوند پر نوې لار روانه شم.

زما په لاس کې د مینې جام لامل شو چې ځان راباندې ګران شي. اوس دېرش کاله کېږي چې له هغه سره مینه لرم. دا یو عمر دی.

رښتیا خو دا ده چې له دې ټولو ستونزو سره زه یوه ښځه یم. زما هم زړه غواړي چې د شپې په سپوږمۍ کې څوک مې تر څنګ وي، وېښتان مې ونازوي او په غېږ کې مې ونیسي؛ خو له بده مرغه دلته زموږ په فرهنګ کې ښایي معلوله ښځه د مینې حق نه لري او نه هم کولی شي غوښتنې ولري. دا ټول د یوې معلولې ښځې په توګه ما ځوروي او اړتیاوې مې ځپي.

که ښځې له فزیکي پلوه تر سړیو پیاوړې وی؟

ګوزڼ ځپلې پېغله غواړي د نړۍ په کچه سیاستواله شي

د ځنکندن شېبو کې د ناروغې ښځې وروستۍ هیله پوره شوه

د انځور حقوق .
Image caption زه د خپلو باورونو له لارې وتوانېدم، په ژوند کې بې شمېره ازادۍ خپلې کړم

زما په نظر تر ټولو لومړنی او مهم بدلون له ځانه پیلېدای شي. دا زه یم چې باید خپل جنسي محدودیتونه او بېل توان ومنم. دا زه یم چې باید باور ولرم د ژوند کولو حق لرم؛ زما همدا باور نورو ته هم لېږدېدای شي.

زه داسې معلولې ښځې هم پېژنم چې کورنۍ یې د دوی له عاطفي او جنسي احساساتو او اړتیاوو خبرې نه دي، ځکه دوی پر ځان باور نه لري او ځانته دا حق نه ورکوي؛ له همدې امله کورنۍ یې هم نه شي درک کولی.

ما د خپلو اړتیاوو او احساساتو په څرګندولو سره وکولی شوای کورنۍ مې وپوهوم چې زه دا شان غوښتنې لرم.

که څه هم، پلار مې اوس هم فکر کوي چې دا حس باید په ما کې له منځه لاړ شي، خو زه په خپله توانېدلې یم د همدې باورونو له لارې مې په ژوند کې بې شمېره ازادۍ خپلې کړم، ځنځیرونه مات کړم او مخ پر وړاندې روانه شم.

د انځور حقوق courtesy
Image caption د میترا په لاس کښل شوي انځور

تر اوسه هم ډېری خلک پر دې ناسم باور دي چې ګواکې د سخت جسمي معلولیت له امله د معلولو کسانو عاطفي او جنسي اړتیاوې مهمې نه دي او نه هم لومړیتوب لري؛ خو واقعیت له دې ناسم باوره ډېر لیرې دی.

هر انسان، ښځه یا نر، په هرو شرایطو کې خپلې ځانګړې جنسي او عاطفي اړتیاوې لري. د یوه معلول کس جنسي غوښتنې ښايي تر هغه کس ډېرې وي چې معلولیت نه لري. لامل یې کېدای شي دا وي چې پر فزیکي معلولیت اخته کسان په معموله توګه د خپلې داخلي انرژۍ مصرفولو توان نه لري او د انسان دننه دا انرژي کولی شي پر پیاوړې جنسي انرژۍ بدله شي.

که د یوې معلولې ښځې عاطفي او جنسي اړتیاوې پر وخت پوره نه شي دا بد اغېز لرلی شي. له همدې امله د ځینو کسانو د فکر پر خلاف د معلولو ښځو اړتیاوې او غوښتنې مهمې دي، ځکه موږ دا شان پرېمانه انرژي په ځان کې لرو او باید مصرف شي.

ورته مطالب