د يمن کړکېچ
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د يمن کړکېچ

د يمن له پلازمېنې صنعاء راپورونه وايي د سعودي په مشرۍ ائتلاف د حوثي وسله والو مورچې په نښه کړې دي، داسې يوه ګام کې چې ښکاري موخه يې د پخواني ولسمشر علي عبد الله صالح د پلويانو مرسته او ملاتړ وي.

دا هوايي بمباري صنعاء کې د حوثي وسله والو او د صالح پلويانو ترمنځ له سختې څلور ورځنۍ جګړې وروسته کېږي، چې د دواړو ترمنځ په کې ائتلاف ړنګ شوی دی.

ښاغلي صالح ويلي له سعوديانو او د دوی ائتلاف سره يې، که په وينا يې د يمني ملکيانو پر وړاندې بريدونه ودرول، د نوې پاڼې اړولو لپاره چمتو دی.

اړونده مطالب