د امريکا او شمالي کوريا ناندرۍ
د امريکا او شمالي کوريا ناندرۍ
امريکا او جنوبي کوريا تر ټولو غټ ګډ هوايي تمرينونه پيل کړي، سره له دې چې د روسيې او چين له خوا يې د لغوه کولو غوښتنې شوې دي. دغو پوځي تمرينونو کې له دوو سوو زياتې الوتکې او ۱۲ زره سرتېري برخه لري.
د امريکا پوځ وايي د دغو پوځي تمرينونو موخه د عملياتي وړتياوو ځواکمنول او کوريا ټاپوزمه کې د سولې او امنيت د ټينګښت ډاډمنول دي.
دا پرمختيا له يوې اوونۍ کمه موده وروسته له هغه راځي چې شمالي کوريا د نړيوالو بنديزونو په ننګونه د خپل بالسټیک توغندي يوه بله ازموينه وکړه.