د امریکا سترې محکمې د کډوالۍ په اړه د ټرمپ فرمان تایید کړ

مسلمانانې د انځور حقوق Science Photo Library
Image caption په فرمان کې د ایران، لېبیا، سومالیا، سوریې، یمن، چاد او شمالي کوریا هېوادونو پر وکړو امریکا ته پر تګ بندیز لګول شوی، چې د وینزویلا چارواکي هم پکې شامل دي.

د امریکا سترې محکمې د دوشنبې په ورځ د ټرمپ حکومت ته اجازه ور کړه چې امریکا ته د شپږو هېوادونو د وګړو د کډوالۍ په اړه د نوموړي وروستی فرمان بشپړ پلی کړي.

د ۹ قاضیانو له ډلې ۷ ومنله چې د فرمان په اړه د لومړنیو محکمو د ځنډ دوه امرونه لغوه شي.

د سترې محکمې قاضیانو ویلي، تر هغه چې په استیناف محکمو کې د فرمان په اړه حقوقي شکایتونه ارزول کېږي، د مهاجرت فرمان په بشپړ ډول د پلي کېدو دی.

د محکمې وروستۍ پرېکړه امریکا ته د کډوالۍ په اړه د هغه د درېیم فرمان په اړه وه چې په سپټمبر میاشت کې د هغه د دویم فرمان د مهال له تېرېدو وروسته صادر شوی دی.

په فرمان کې د ایران، لېبیا، سومالیا، سوریې، یمن، چاد او شمالي کوریا هېوادونو پر وکړو امریکا ته پر تګ بندیز لګول شوی، چې د وینزویلا چارواکي هم پکې شامل دي.

امریکا پاکستان ته: حافظ سعید بېرته ونیسئ

"د امریکا، افغان پوځ او طالبانو جنګي جرمونه به څېړو"

چین له امریکا ډېر ځواکمن او تر ټولو چټک کمپیوټر لري

په نوملړ کې د شمالي کوریا زیاتول سمبولیک ګڼل شوي، ځکه امریکا ته د شمالي کوریا وګړو تګ وار دمخه په نه حساب و.

تېره اونۍ په مریلنډ کې فدرال او په کلیفورنیا کې استیناف محکمې د ټرمپ د وروستي فرمان د ځنډېدو امر کړی و.

د انځور حقوق AFP
Image caption یوې ښځې د امریکا د بیرغ له رنګونو جوړ پړونی پر سر کړی او د لاس انجلیس #پر مسلمان-بندیز- نه منو لاریون کې یې ګډون کړی

ورته مطالب