منځني ختیځ کې د امریکا سفارتونو ساتنې ته د سمندري ځواکونو ګومارل

د امریکا سمندري ځواکونه د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا رسنیو د پوځي چارواکو له خولې ویلي، د پلي سمندري ځواکونو ګومارل د احتمالي اړدوړ د مخنیوي په خاطر ترسره کېږي، چې په منځني ختیځ کې د امریکا دیپلوماتان او استازولۍ خوندي وي.

د امریکا متحدو ایالتونو چارواکو په منځني ختیځ کې د خپلو سفارتونو د ساتنې لپاره پلي سمندري ځواکونه ګومارلي دي.

دوی وايي، دا ګام یې د ممکنه ترهګریزو اعمالو د مخنیوي په پار کړی.

د امریکا دا ګام وروسته تر هغه اخیستل شوی، د سپینې ماڼۍ لوړپوړو چارواکو تېره ورځ (سې شنبه) ناوخته له رسنیو سره په خبرو کې وویل، ولسمشر ټرمپ به د بهرنیو چارو وزارت ته سپارښتنه وکړي چې په اسراییلو کې د امریکا سفارت بیت المقدس ته ولېږدوي.

په اسرائیلو کې د امریکا سفارت امریکایانو ته خبرداری ورکړی چې د قدس، لوېدیځ قدس او لوېدځ تراډې پر واټونو له ګرځېدو ډډه وکړي.

سفارت وايي، امریکایان باید په شخصي ډول د خلکو د ګڼې ګوڼې ځایونو ته ولاړ نه شي او نه هم هغو سیمو ته ولاړ شي چې هلته د اسرائیلي پوځي او امنیتي ځواکونو ډېره ګڼه ګوڼه وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په منځني ختیځ کې امریکایانو ته سپارښتنه کړې چې ځانونو ته ډېر پام وکړي.

ټرمپ به بیت المقدس د اسراییلو د پلازمېنې په توګه وپېژني

بیت المقدس کې د امریکايي سفارت پلان محمود عباس خواشینی کړی

ټرمپ ته د اردوغان خبرداری: قدس "سره کرښه ده"

دا خبره هم شوې چې بیت المقدس ته د امریکا د سفارت لېږدچارې به کلونه وخت واخلي.

د شنونکو په باور، اوس وېره دا ده چې د ټرمپ له پرېکړې وروسته منځني ختیځ کې د امریکا سفارتونه له ستونزو سره مخامخ شي.

د امریکا رسنیو د پوځي چارواکو له خولې ویلي، د پلي سمندري ځواکونو ګومارل د احتمالي اړدوړ د مخنیوي په خاطر ترسره کېږي، چې په منځني ختیځ کې د امریکا دیپلوماتان او استازولۍ خوندي وي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند ډګرجنرال مایک انډروز ویلي: "دفاع وزارت اړین ګامونه اخلي، چې په مټ به یې په نړۍ کې د امریکایانو او امریکايي ګټو پروړاندې ګواښونه او خطر راټیټ شي".

د انځور حقوق Reuters
Image caption قدس ته د امریکا د سفارت لېږدېدو له پرېکړې وروسته عربي نړۍ او اروپا کې توند غبرګونونه ښودل شوي

د امریکا دولت هوډ لري چې بیت المقدس نن (چهارشنبه د ډیسمبر ۶مه) رسماً د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه وپېژني.

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ویلي، د دوو- درېو کلونو په موده کې د سفارت جوړولو چارې ناشونې دي، یعنې د ډونلډ ټرمپ په لومړۍ ولسمشریزه دوره کې په بیت المقدس کې سفارت نه شو پرانیستلی.

ورته مطالب