منځنی ختیځ: د یوه بل کړکېچ نښې
منځنی ختیځ: د یوه بل کړکېچ نښې
د منځني ختيځ مشرانو د خطرناکو پايلو خبرداری ورکړی، داسې حال کې چې سپينه ماڼۍ وايي ولسمشر ټرمپ به بيت المقدس د اسرائيلو پلازمېنې په توګه وپېژني..
د سپينې ماڼۍ جګپوړي چارواکي وايي ډونلډ ټرمپ به بيت المقدس د اسرائيلو پلازمېنې په توګه وپېژني.
اټکل دی ښاغلی ټرمپ خپل دا پلان هم په ډاګه کړي، چې له مخې به یې د امريکا سفارت له تل ابيبه دغه سپېڅلي ښار ته لېږدوي.
دا د ښآغلي ټرمپ د ټاکنيزې مبارزې يوه ژمنه وه چې ښايي په نړيواله کچه غوسناک غبرګونونه وپاروي. دې خبرې له وړاندې د ډېرو مسلمانو هېوادونو غوسه پارولې، او عرب مشرانو بيا خبرداری ورکړی چې دا کار ښايي خطرناکې پايلې ولري.