د جومات او مندر پر سر شخړه
د جومات او مندر پر سر شخړه
د جومات او مندر پر سر شخړه، نن ايوديا کې د توندلارو هندوانو په لاس د بابري جومات نړېدو ۲۵ کاله پوره کېږي، د هند ستره محکمه یې د لانجې غوڅولو کې له سختې پرېکړې سره مخامخ ده.
۲۵ کاله مخکې پر همدې ورځ، د ۱۹۹۲ کال دسمبر پر ۶ مه، توندلارو هندوانو د هند شمال ايوديا کې د بابري تاريخي جومات ويجاړ کړ.
هندوان د جومات د ودانۍ ځای د خپل خدای رام د زېږېدځای ګڼي. دا کار د توندلاري هندو قومپالي بي جې پي د ۶ کلونو هلو ځلو پايله وه، چې د جومات په نړولو یې دې ځای کې د رام مندر جوړولو تابيا لرله.
اوس بيا د هند سوپريم کورټ يا سترې محکمې د جومات او مندر شخړې په اړه د داوو په اورېدو پيل کړی دی.