ملګري ملتونه: له میانماره لا هم روهنګیا مسلمانان کډوالېږي

. د انځور حقوق Reuters
Image caption بنګله دېش او میانمار تېره میاشت د روهنګیا کډوالو پر بېرته ستنولو سلا وکړه او مهال یې هم وټاکه.

ملګرو ملتونو ویلي، له میانمار څخه و بنګله دېش ته د روهنګیا مسلمانانو د کډوالۍ لړۍ لا هم روانه ده.

بنګله دېش او میانمار تېره میاشت د روهنګیا کډوالو پر بېرته ستنولو سلا وکړه او مهال یې هم وټاکه.

نړیوالو مرستندویو بنسټونو میانمار ته په زوره د روهنګیا مسلمانانو د لېږلو په اړه خبر داری ور کړ او ویې ویل، لومړی باید د هغوی امنیت خوندي شي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیالې "کیلي ټي کلیمنټس" ویلي، که څه هم له میانماره د روهنګیا مسلمانانو د کډوالولو بهیر کې کمی راغلی، خو اوس هم په نړیواله کچه د کډوالۍ له سختو کړکېچونو ګڼل کېږي.

نوموړې زیاته کړه، د روهنګیا مسلمانانو کلي سوځول شوي، نو ځکه روهنګیایان د بېرته ستنېدو خوندي ځای نه لري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کیلي ټي کلیمنټس

روان زیږدیز کال کابو ۶۰۰ زره کډوال د میانمار ځواکونو د زور زیاتي له امله بنګله دېش ته کډه شوي دي.

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو عالي کمېشنر په میانمار کې د نسل وژنې د رامنځته کېدو د احتمال خبره وکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم د روهنګیا مسلمانانو پر ضد د میانمار پوځ عملیات د قوم پاک کولو په مانا ګڼلي دي.

روهنګیا مسلمانان په میانمار کې ژوند کوي، خو مرکزي دولت ورته تابعیت او نور بنسټیز حقونه نه ور کوي.

* نیویارک ټایمز: میانمار پوځ د روهنګیا مسلمانانو نښې له منځه وړي

* ملګري ملتونه: انګ سان سوچي له روهنګیا مسلمانانو ملاتړ نه دی کړی

* '' اسلامي هېوادونه باید د روهنګیا مسلمانو مرستې ته رامخکې شي''

ورته مطالب