چین پاکستان کې خپلو مېشتو وګړو ته خبرداری ورکړی

چین د پاکستان اتومي انرژۍ، لویو لارو او اوبو بندونو په ګډون ګڼ شمېر پروژو کې پانګونه کړې. د انځور حقوق Getty Images
Image caption چین د پاکستان اتومي انرژۍ، لویو لارو او اوبو بندونو په ګډون ګڼ شمېر پروژو کې پانګونه کړې.

چین په پاکستان کې مېشتو خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی، پر چینايي هدفونو د بریدونو هغو پلانونو ته په پام سره چې سخت دریځي سازمانونه یې لري، خپل خوندیتوب ته پام وکړي.

پاکستان کې د چین سفارت خپلو وګړو ته پر وېبپاڼه او ټویټر سپارښتنه کړې، چې د ګڼې ګوڼې ځایونو ته سفر و نه کړي او خپل امنیت ته توجه وکړي.

ویل کېږي دا مهال زرګونه چینايي ماهرین د سي پيک پروژې چارو تر سره کولو لپاره پاکستان کې اوسي.

چین د پاکستان اتومي انرژۍ، لویو لارو او اوبو بندونو په ګډون ګڼ شمېر پروژو کې پانګونه کړې. اعلامیه کې د چارواکو له قوله ویل شوي:

''ترهګر پاکستان کې پر چینايي سازمانونو او چینایانو د بریدونو یوه لړۍ پیلوي. ''

اعلامیه کې له پاکستان مېشتو چینایانو غوښتنه شوې چې له پاکستاني امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي او په بېړني حالت کې ژر تر ژره سفارت خبر کړي.

''احتمال شته چین پاکستان کې پوځي اډه جوړه کړي''

''د امریکا پر تله چین اوس پر پاکستان ډېر اغېز لري''

د چین سینکیانګ ایالت ایغور مسلمانانو په اړه چین کې داسې اندېښنې شته چې ځینې کسان یې سیمه کې له سخت دریځو وسله والو سره یو ځای شوي دي.

له څه مودې راهیسې د پاکستان بلوچستان کې یو شمېر وسله والې ډلې بهرني وګړي د باج اخیستو لپاره تښتوي او دغو بهرنیانو کې چینایان هم شامل دي.

د انځور حقوق EPA
Image caption اسلامي دولت نومې ډلې دا وروستیو کې ادعا وکړه، چې د مې وروستیو کې پاکستان کې تښتول شوي دوه چینیایان دوی وژلي دي

پاکستاني پوځ د بلوچستان مستونګ سیمه کې دې لړ کې عملیات هم کړي، چې ویل کېږي د اسلامي دولت نومې ډلې د وسله والو پر ضد و.

د روان کال مې میاشت کې له بلوچستانه دوه چینایان وسله والو تښتولي و، چې وروسته یې اسلامي دولت نومې ډلې په یوه اعلامیه کې د وژلو خبره کړې وه.

اړونده مطالب