د څنګل تصویر چې تاوده بحثونه یې راپورته کړي

Clockwise from top: Ashley Judd, Taylor Swift, Susan Fowler, Adama Iwu and Isabel Pascual د انځور حقوق TIME

ټایم مجلې د سږ کال لپاره پر خپله پښتۍ د هغو شخصیتونو انځورونو ته ځای ورکړی، چې د جنسي ځورونې پر ضد یې غږونه پورته کړي دي.

د ټایم دغه اقدام ډېر ستایل شوی او ګڼو کسانو د دغې موضوع پر اهمیت پوهېدل د قدر وړ چاره بللې، خو د ټایم پر پښتۍ د انځور له خپرېدو سملاسي وروسته یې په اړه په خواله رسنیو کې خورا تاوده بحثونه پیل شول.

په دغه تصویر کې پنځه ښځې وینو. د هالیووډ هنرمنده اشلې جوډ، ټایلر سویفټ، د مکسیکو کروندګره ۴۲ کلنه ایزابیل پاسکال، د ساکرامنټو ۴۰ کلنه ادام اېوا او سوزان فولر چې د اوبر مدیر خلاف شکایت یې له دندې د نوموړي د ګوښه کېدو لامل شو.

خو که لږ ځیر شو د تصویر په لاندینۍ برخه کې یوه څنګل وینو. داسې معلومېږي چې تصویر په تېروتنه داسې پرې شوی، چې د یوې مېرمنې یوازې څنګله په چوکاټ کې راغلې او د تصویر همدې برخې پر خواله رسنیو ډېر بحث تود کړی دی.

د انځور حقوق TWITTER

لومړي سر کې خلکو فکر کاوه، چې دا د ټایم مجلې تېروتنه ده، خو خبره ډېر ژر سپینه شوه.

د ټایم مجلې چلوونکو وویل، دغه ښځه په جنسي توګه ځورول شوې، شکایت یې هم کړی، خو د دې لپاره چې کورنۍ ته یې کوم زیان و نه رسېږي، نه غواړي څېره یې وپېژندل شي.

ټایم په دې اړه یوه لنډه تشریح کې د دغې نامعلومې ښځې له خولې لیکلي:

''لومړی مې ځان سره فکر کاوه، ولې داسې وشو؟ ولې مې غبرګون و نه ښود؟ ما څه کړي و؟ څه مې داسې ویلي و او ولې یې ځان ته اجازه ورکړه، چې داسې راسره وکړي؟ ''

د دغې تشریح له لوستلو وروسته د خواله رسنیو ګڼو کارکوونکو د دغې نامعلومې ښځې څنګل د هغو میلیونونو ښځو استازیتوب بللی، چې لا هم خپله چوپتیا نه ماتوي او ډاریږي.

دغه نامعلومه څنګل د هغو ښځو سمبول بلل شوی، چې اوس هم د زړونو په تل کې د جنسي ځورونې په لاملونو پسې ګرځي. دوی هغه دلیلونو لټوي چې داسې څه یې کړي وو، چې د ځورونې لپاره یې نورو ته جواز په ګوتو ورغی.

د دغه تصویر له کبله ډېرې ښځې له دغې نامعلومې ښځې سره اړیکه کې شوې دي. پر ټویټر یوې کاروونکې په دې تړاو لیکلي:

''په دغه تصویر کې مې هغه برخه ډېره خوښه شوه، چې د یوې نامعلومې ښځې څنګل په کې وینم. دا د نورو ټولو ښځو استازې ده. دا زموږ ټولو څنګل ده. موږ ټولې ښځې د سږ کال شخصیتونه یو. ''

یو بل چا بیا لیکلي:

''دا چې د کال له منتخبو شخصیتونو یې یوه نه غواړي څېره یې ولیدل شي او ځان خوندي نه محسوسوي، د دغو غږ پورته کوونکو اهمیت څرګندوي. ''

جنسي ځورونه په یوه ځانګړې سیمه یا خاص وخت پورې تړلې خبره نه ده، خو کله چې دوې میاشتې مخکې نیویارک ټایمز د هالیووډ مشهور فلم جوړونکي هاروي واینسټن په اړه رپوټ خپور کړ، چې تر لسیزو یې ګواکې ګڼ شمېر ښځې ځورولې دي، دغه دود چې باید ځورونکي رسوا شي یو ځل بیا تازه شو.

د انځور حقوق TWITTER

هغه مهال پر خواله رسنیو د #زه هم هشټګ د نړۍ لر او بر کې خلک وهڅول د جنسي ځورېدنې په تړاو خپلې خاطرې له نورو سره شریکې کړي.

که څه هم دغه هشټګ دوې میاشتې مخکې هالیووډ کې د جنسي ځورونې له رسوا کېدو وروسته ډېر لاس پر لاس شو، خو عمر یې ۱۰ کلونو ته رسېږي.

تارانا بورک لومړی ځل دغه هشټګ خپور کړی و.

تارانا د تور پوستو ښځو او نجونو د حقونو مبارزه ده او د هشټګ له خپرولو یې هدف دا و، چې ځورول شوې تور پوستې نجونې او ښځې خپل غږونه یو ځای کړي.

تارانا بورک هم د سږ کال لپاره د ټایم له منتخبو شخصیتونو یوه ده، خو عکس یې نه دی خپور شوی.

اوس هم په ډېرو ټولنو او هېوادونو کې د جنسي زور زیاتي او ځورونې ښکار شوې ښځې ملامتې بلل کېږي.

له همدې کبله ډېرې ښځې چې زورزیاتی ورسره کېږي فکر کوي، رسوا او نوم بدې به شي یا به تهمتونه پرې پورې شي پټه خوله پاتې کېږي.

د ازار شویو ښځو پټه خوله پاتې کېدل د دې سبب هم کېږي، چې تېری کوونکي له هر ډول وېرې - ترهې پرته بیا هم خپل جرم تکراروي.

د انځور حقوق TWITTER

رښتیا دا دي، چې همدغه فکر تېري کوونکي خوندي کوي او قربانیان ګرم بولي.

د جنسي ازار پر ضد د غږ پورته کولو کومه څپه چې سږ کال له هالیووډه راپورته شوه، نورې نړۍ ته هم ورسېده او لومړی ځل یې د پټه خوله پاتې کېدو دود په دومره پراخه کچه مات کړ.

دغه خوځښت اوس نړیواله بڼه خپله کړې او لږ تر لږه وتوانید وښيي، چې جنسي ځورونه څومره ده او په کومه کچه روانه ده.

اړونده مطالب