ټرمپ د دوو هېوادونو حل لار ووژله؟

نیویارک ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images

ایا ټرمپ د دوو هېوادونو حل لاره ووژله؟ هغه وايي چې نه یې ده وژلې خو فلسطینیان وايي چې وژلې یې ده.

دا د نیویارک ټایمز ورځپانې د یوه مطلب عنوان دی او لیکي:

ولسمشر ترمپ تېره چهارشنبه بیت المقدس د اسراییلو د پلازمېنې په توګه وپیژاند.

هغه دا هم وویل چې د امریکا متحد ایالتونه د اسراییلیانو او فلسطینیانو ترمنځ د کړکېچ د هوارې لپاره د دوو هېوادونو د حل لارې ملاتړ کوي چې دواړو خواوو هم پرې موافقه کړې ده.

خو د ورځپاڼې د لیکنې له مخې په تېرو ۲۶ کلونو کې په لومړي ځل د فلسطینیانو مرکچي صېب ایرکات د امریکا له دې دریځ سره موافقه ونه کړه او ویې ویل ښاغلي ټرمپ او د اسراییلو لومړي وزیر د دوو هېوادونو د حل لارې هیله ووژله.

ورځپاڼه د ښاغلي ایرکات له قوله لیکي چې هغوی (ولسمشر ترمپ او نتن یاهو) ورته کوم غوراوی پرېنښود او د دوی مبارزه به پر یوه شي ورټوله وي او هغه مساوي حقونه دي.

خو د نیویارک ټایمز د لیکنې له مخې داسې نه ښکاري چې اسراییل دې فلسطینیانو ته مساوي حقوق ورکړي په دې مانا که میلیونو فلسطینیانو ته د رایې ورکولو حق ورکړل شي دا به په تدریجې ډول د اسراییلو پای وي.

ګلف ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images

د عربي اماراتو ګلف ټایمز ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په فلسطین کې د وروستیو بدلونونو په اړه بحث کړی او لیکي د امریکا د ولسمشر له خوا د اسراییلو د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس پیژندنې په ټوله نړۍ کې د وحشت اور بل کړ.

ورځپانه لیکي د ولسمشر ټرمپ دې پرېکړې د سولې بهیر ته د پای ټکی کېښود او دا پوښتنه یې مطرح کړه چې څنګه یو امریکايي د اسراییلو په استازیتوب د بیت المقدس د برخلیک په اړه مزاکرات کولی شي؟

تهران ټایمز:

د تهران ټایمز ورځپاڼه په یوه مطلب کې لیکي چې پرون د جمعې له لمانځه وروسته د ایران په بېلا بېلو ښارونو کې خلک سړکونو ته ووتل او د امریکا د ولسمشر د هغې پرېکړې پرضد یې اعتراض وکړ چې بیت المقدس یې د اسراییلو د پلازمېنې په توګه پیژندلی دی.

ورځپاڼه د بهرنیو چارو د وزیر محمد جواد ظریف له قوله لیکي چې له دې پرېکړې سره د امریکا ولسمشر د فلسطین په هکله د ملګرو ملتونو له پریکړه لیکونو سرغړونه کړې ده.

ډان:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پروېز مشرف

د پاکستان ډان ورځپانه د پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف په هکله په یو مطلب کې لیکي پرویز مشرف تل یو نظامي دیکتاتور و او یو منتخب حکومت یې نسکور کړ چې د پاکستان د اساسي قانون له مخې یې سزا مرګ ده.

د مطلب لیکوال اشاره کوي چې په پاکستان کې د پروېز مشرف میراث د اسلام او جهاد تر چتر لاندې تاوتریخوالی او ځانمرګي بریدګر دي چې اوسني واکمن باید ورته د حل یوه لار پیدا کړي.

ګارډین:

په لندن کې چاپیدونکې ګارډین ورځپاڼې د برتانیا او اروپايي ټولنې ترمنځ له دې ټولنې د برتانیا د وتلو په برخه کې د وروستۍ موافقې په اړه یو مطلب کې لیکلی.

ورځپاڼه وايي، د برتانیا واکمن محافظه کار ګوند د شمالي ایرلنډ د پولې په اړه د لومړۍ وزیرې تیرزا مې د اقدام هرکلی کړی خو اروپايي ټولنې خبرداری ورکړی چې د وزیرانو ترمنځ د نظر د اختلاف له امله به د دواړو خواوو ترمنځ خبرې له ځنډ سره مخامخ شي.

د ګارډین د لیکنې له مخې د برتانیا په کابینه کې د نظر اختلافات شته او له همدې امله ښايي له اروپايي ټولنې د برتانیا تر وتلو وروسته د سوداګریزو اړېکو په هکله خبرې تر راتلوونکي ۲۰۱۸ کال پورې وځنډېږي او ژورې خبرې پرې ونه شي.