د ګورجستان پخوانی ولسمشر میخایل ساکاشویلي نیول شوی

ساکاشویلي د انځور حقوق AFP
Image caption که پر ساکاشویلي لګېدلي تورونه ثابت شي، ښايي نوموړی تر پنځو کلونو بندي شي.

د ګورجستان پخوانی ولسمشر میخایل ساکاشویلي د اوکرایین پلازمېنه کییف کې نیول شوی. نوموړی څو ورځې وړاندې د خپلو پلویانو له خوا د پولیسو له یوې ډبې رایستل شوی و.

په اوکرایین کې څارنوالۍ د ساکاشویلي د نیول کېدو خبر تایید کړی و. نوموړی د تېرې سې شنبې په ورځ د اوکرایین پلازمېنه کې له خپله کوره ونیول شو.

بیا وروسته، ساکاشویلي په اوکرایین کې خپل پلویان وهڅول چې د دغه هېواد له اوسني ولسمشر پیترو پوریشینکو خپل باور بېرته واخلي.

ساکاشویلي د پوریشینکو پرضد د فساد په تړاو د مظاهرو مشري هم کړې ده. په وروستیو کې چارواکو ساکاشویلي ته د ځان سپارلو ۲۴ ساعته ضرب الاجل ټاکلی و.

د اوکرایین څارنوال یوري لوڅینکو د سې شنبې په ورځ وویل، د ساکاشویلي نیول په اوکرایین کې د کرملین د قوي سیال د غچ اخیستو غبرګون کې ترسره شوي.

څارنوالۍ ویلي، داسې غږیز او انځوریز ثبوتونه لري، چې له مجرمو ډلو سلګونه زره ډالر ترلاسه کړي دي.

* د ګرجستان پخوانی ولسمشر ومړ

* ګرجستان ۳۰۰۰ کسان له بنده خوشي کوي

په اوکرایین کې چارواکو د ګورجستان پر پخواني ولسمشر له روسیې سره د تړاو لرلو په اړه له سوداګرو د پیسو اخیستو تورونه هم لګولي.

په مقابل کې، ساکاشویلي ویلي، دا ثبوتونه "پاروونکي" دي.

که پر ساکاشویلي لګېدلي تورونه ثابت شي، ښايي نوموړی تر پنځو کلونو بندي شي.

همداراز، ښايي نوموړی له ګورجستان نه تبعیدېدو ته اړایستل شي، ځکه د چارواکو په وینا، پر هغه د فساد اړوند تورونه دي.

ساکاشويلي وايي، پر هغه ټول لګول شوي تورونه سیاسي انګیزې لري.

ساکاشویلي لس کاله د ګورجستان ولسمشر پاتې شوی چې بیا وروسته اوکرایین کې ژوند کولو ته ولېږدول شو.

اړونده مطالب