مصری میلیاردر محمد الفاید په جنسي تېري تورن شوی

الفاید
Image caption الفاید هاروډز پلورنځی په ۲۰۱۰ کال پر قطر د ۱٫۵ میلیارد پونډو مقابل کې وپلوره.

د بریتانیا څلورم تلوېزیوني چینل د "الفاید د تړلو دروازو ترشا" په نوم یو مستند فلم خپور کړی، چې ځینو ښځو پر مصري میلیاردر محمد الفاید د جنسي تېري تور لګولی دی.

الفاید په لندن کې د مشهور هاروډز پلورنځي پخوانی څښتن هم و.

د هاروډز ځینو پخوانیو ښځینه کارکوونکو ویلي، الفاید د کار مقابل کې له دوی نه جنسي ګټه اخیستې ده.

یوې کارکوونکې چې هغه مهال یې خپل عمر ۱۷ کاله ښودلی، ویلي په دې پلورنځي کې د کار پرمهال فاید ۸۸ کلن و او ښځې یې مجبورې کړې وې چې د لامبو کالي واغوندي.

دوی دا هم وايي، ده به غوښتل چې د دغو ښځو انځورونه واخلي او د خپل خوب خونې ته د یوه رسمي کار په پار هغوی ورسره بوځي.

د "جنسي تېري د هڅونې" په تور نبي الوحش درې کاله بندي شو

مصر کې د جنسي ځورونې ضد قوانین معرفي شول

''مصر د لاریونیانو پروړاندې له جنسي تېري ګټه اخلي''

یوې نجلۍ ویلي، تر اوسه یې هومره وس نه و، چې الفاید ته ځان ورسوي او پر هغه تورونه ولګوي.

الفاید هاروډز پلورنځی په ۲۰۱۰ کال پر قطر د ۱٫۵ میلیارد پونډو مقابل کې وپلوره.

څو ورځې وړاندې، په مصر کې محکمې د نبیة محمد احمد، چې په نبي الوحش مشهور دی، پر څیرې شوي جینز اغوستونکو نجونو د "جنسي تېري د هڅونې" په تور درې کاله بندي او ۲۰ زره مصري پونډه جریمه شوی.

د انځور حقوق .
Image caption وکیل نبیة الوحش ویلي، پر هغو نجونو جسني تېری ملي دنده ده چې څېري جینز (پلتون) اغوندي

نوموړي په تېره اکتوبر میاشت کې په یوه تلوېزیوني وینا کې ویلي وو، پر هغو نجونو باید جنسي تېری وشي، چې څیرې شوي جینز پتلون اغوندي.

الوحش د څیرې جامو اغوستونکو نجونو د جریمه کولو غوښتنه کړې وه، چې په وینا یې "ایا د هغې نجلۍ په لیدو خوشحالېږئ چې په سړک روانه وي او ټول عورت یې ښکاري؟"

ورته مطالب