نیویارک کې بریدګر غوښتل "د مسلمانانو غچ" واخلي

د انځور حقوق Reuters
Image caption پولیس وايي، عقایدالله برښنا ترمیموونکی دی ، د داعش او نورو توندلارو ډلو له ویډیويي تبلیغ اغېزمن شوی دی، خو له دې ډلو سره یې د نېغو اړیکو سند نشته.

هغه کس چې په نیویارک کې د ځانمرګي برید د کولو په تړاو نیول شوی وايي، د مسلمانانو "غچ اخیستل" یې غوښتل.

د عقاید الله په نوم دغه ۲۷ کلن بنګله دېشي کډوال پولیسو ته ویلي، د داعش په واک کې سیمو او د دې ډلې پر مرکزونو د امریکا بریدونو غوسه کړی دی.

پولیس وايي، عقایدالله برېښنا ترمیموونکی دی، د داعش او نورو توندلارو ډلو له ویډیويي تبلیغ اغېزمن شوی دی، خو له دې ډلو سره یې د نېغو اړیکو سند نشته.

* د نیویارک موټر برید په انځور کې

* د نیویارک بریدګر د درېیو ماشومانو پلار دی

د دوی په خبره، نوموړي د دې ویډیو له لارې او د برېښناترمیمونکي په توګه چاودېدونکې وسیله جوړه کړه.

هغه دا وسیله په نیویارک کې له ټایمز ډګر سره نژدې د موټرو تمځي کې د ګڼه ګوڼې پر مهال وچاودوله خو لاس جوړ بم یې سم کار ونه کړ.

مرګ ژوبله

د انځور حقوق AFP
Image caption د پېښې ځای.

دغې پېښې ډېر مالي او ځاني تاوان نه درلود.

یوازې درې کسان یې برسېرن ټپیان کړي، خو د بریدګر بدن یې ډېر سوځولی دی.

پولیس وايي دا سړی په روغتون کې بستر دی او ښه دی.

د پولیسو په خبره دغه سړي ځکه دا وخت د برید لپاره غوره کړی و چې تمه یې لرله داعش د کرېسمیس ورځو شپو کې د امریکا په ګډون مختلفو هېوادونو کې بریدونه کوي.

نوموړي د دې تمځي د غوره کولو دلیل هغه تبلیغاتي اعلان ښودلی و چې د وختېري سفرونو لپاره په دې ځای کې لګول شوی و.

د انځور حقوق Getty Images

په چاودنه او د عقایدالله په نیولو پسې پولیسو په بروکلین کې د دغه کس اړوند درې استوګنځي هم پلټلي دي.

خو د پایلو له مخې وايي، دغه بمګر له کومې الې سره پلاني او ځانګړي اړیکي نه درلودل.

عقایدالله د ۲۰۱۱ کال په فبرورۍ کې په کډوالۍ ویزه له بنګله دېش امریکا ته تللی او دغه هېواد کې د تلپاتې اوسېدو اجازه او شین کارت لري.

هغه د ۲۰۱۲ کال له لومړیو د ۲۰۱۵ تر لومړيو موټرواني کوله، خو وروسته برقي شو.

ورته مطالب