"ټرمپ داسې راته کتل ته وا ټوله غوښه یم"

ښځې د انځور حقوق Getty Images
Image caption په نیویارک کې په ټرمپ د تور پورې کوونکو ښځور خبري ناسته.

هغه درې ښځې چې د امريکا ولسمشر ټرمپ يې په جنسي ځورونې او بد چلند تورن کړی د امريکا له کانګرس نه غواړي، چې دغه موضوع و څېړي.

دې درې ښځو پرون د نيویارک په یوې خبري ناسته کې ادعا وکړه چې ولسمشر ټرمپ په دوی لاس وهلی، په زوره يې ښکل کړې او دوی یې ځورولې دي.

دا درې ښځې جسیکا لیډز، سامانتا هولوی او ریچل کروکس نومېږي، په ټرمپ یې د خپلې ادعا د جزئیاتو په اړه توضیحات ورکړل.

سپینه ماڼۍ دغه تورونه ردوي او دا ادعاوې ناسمې بولي.

هغوی ته خبري ناسته د برېو نيو فېلمز (Brave New Films ) په نوم یوې ډلې جوړه کړې وه، هغه ډله چې تېره میاشت یې د ټرمپ د جنسي ځورونو د ادعاوو په اړه د " ۱۶ښځې او ډونلډ ټرمپ" په نوم یو مستند هم نندارې ته وړاندې کړی و.

مېرمن ليډز، مېرمن هولوی او مېرمن کروکس د امریکا له ولسمشرۍ ټاکنو نه یو میاشت وروسته په جلا توګه د ټرمپ په اړه خپلې ادعاوې مطرح کړې.

د ډونلډ ټرمپ پر ضد مظاهرې

ټرمپ: امریکا کې د خورا ستر سیاسي تخریب قرباني یم

ملانیا ټرمپ د جنسي کار ادعاوو په تړاو محکمې ته شکایت کړی

د سیاستوالو، هنرمندانو او مشهورو څېرو په وړاندې د جنسي ځورونې رسوايي د دې لامل شوې چې په ټرمپ دغه تورونه بیا په جدي توګه مطرح شي.

وړاندې ډونلډ ټرمپ په خپل ځان د جنسي ځورونې دغه لګول شوي تورونه رد کړي.

سامانتا هولوی له ان بي سي تلویزیون سره په خپله مرکه کې ویلي، ښاغلی ټرمپ ورته په ۲۰۰۶ کال کې د امريکا د ښکلې جينۍ په سیالیو کې هغې ته سترګې نیولې وې په هغه وخت کې دغه مراسم د ښاغلي ټرمپ په واک کې وو.

د شمالي کارولینای پخوانۍ ښایسته نجلۍ چې هغه وخت شل کلنه وه، وویل: "هغه موږ ټول په یوه ډله کې ودرولو" او "داسې یې راته کتل ته وا ټوله غوښه یم."

هغې له دې ټلویزیوني مرکې وروسته په خبري ناسته کې له دو نورو ښځو سره یوځای د جنسي ځورونې د وروستیو تورونو په هکله وويل: "هغوی د کانګرس د غړو په اړه څېړنه کړې، زما په اند دا به ډېره عادلانه وي چې د هغه "ټرمپ" په اړه هم څېړنه وشي... دا یوه ګوندي مسئله نه ده. دا هغه طریقه ده چې هره ورځ ښځې ورسره مخ دي".

۷۰ کلنه لیډز هم وايي، هغه وخت چې زه ۳۸ کلنه وم د نیویارک په لور په الوتکه کې د ډونلد ټرمپ خوا ته ناسته وم، چې د ښاغلي ټرمپ له لوري و ځورول شوم.

هغې د دې دلیل دې ښکاره کېدو د توضیح په اړه وویل: "ما غوښتل چې خلک پوه شي، ټرمپ يو سرغړوونکی ده."

د ریچل کروکس په نوم بله ښځه وايي، ۲۲ کلنه وم، چې ما د ملکي معاملاتو په شرکت کې کار کاوه، ښاغلي ټرمپ زما له رضایت نه پرته زما شونډې ښکل کړې.

مېرمن کروکس زیاته کړه، له دې کار نه یې ټکان خوړلی او ځورول شوې ده.

سپینه ماڼۍ

سپینې ماڼۍ د دې تورونو په غبرګون کې وویل: "دا ناسم تورونه ډېر کله د ولسمشرۍ ټاکنو په لړ کې هم پورې شوي وو، چې د امریکا خلکو خپل قضاوت د خپلو رایو په اکثریت ثابت کړ".

تېر کال هم ښاغلي ټرمپ دغه تورونه رد کړي وو او هوډ يې کړی وو چې د تورلګوونکو د تورونو قضا ته حاضرېږي؛ هغه هوډ چې عملي نه شو.

په هغه وخت کې يوه بله پېښه چې ډېره لانجه یې را منځته کړه هغه خبرې وې چې د امریکا ولسمشر په یوې ثبت شوې وېډیو کې کړې وې، چې د ښځو د تناسلي الو په اړه غږېدلی و.

سناتور جیلیبرند، چې له مشرانو جرګې نه د هیلري کلینټن له وتلو وروسته د هغې ځای ناستی شو، د جنسي ځوورونې په اړه یې خبرې کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption وړاندې هم ټرمپ پر ده لګول شوي جنسي تېري رد کړي وو

د ټرمپ د استعفا غوښتنه

په ورته وخت کې کرستن جیلیبرند له ښاغلي ټرمپ نه غوښتي چې د دې تورونو په مقابل کې دې استعفا وکړي.

هغه چې د نیویارک یو ديموکراته سناتوره ده له سي این این سره په مرکه کې ويلي: " ولسمشر ټرمپ باید استعفا وکړي. دا ادعاوې سمې دي ما د دغو ښځو شواهد اورېدلي او هغه پېښې چې دوی ورسره مخ شوي د زړه سوي وړ دي".

دا څلورم قانونپوهه ده چې د ولسمشر ټرمپ ګوښه کېدل غواړي.

دغې ديموکراتې سناتورې وویل که ښاغلی ټرمپ "سم لاسي استعفا ونه کړي" کانګرس "باید په دې اړه لازمې څېړنې وکړي او د ټرمپ د کړنو په هکله ترې ځواب وغواړي".

له دې مخکې سناتورانو برني سندرز، کوري بوکر او جف مرکلي هم ورته غوښتنه درلوده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د هیلري کلنټن له وتلو وروسته مېرمن جیلیبرند د هغې ځای ناستې شوه، دې سناتورې هم د جنسي ځورونې په هکه خبرې کړي.

دا غوښتنه له هغه وروسته مطرح کيږي چې دیموکرات سناتور ال فرنکن تېره اونۍ د خپلو ګوندي ملګرو تر فشار لاندې راغلی وو وویل، استعفا ورکوي. څو ښځو هغه په بد چلندۍ تورن کړی و چې ښاغلي ال فرنکن د ځينو ادعاوې ردوي.

ښاغلي سندرز تېره اونۍ پر ټويټر ولیکل: "موږ یو داسې ولسمشر لرو چې په ثبت شوې ويډیو کې وايي، په ښځو یې تېری کړی. هیله لرم هغه څه چې پېښېدونکي دي پاملرنه وکړي او د استعفا په اړه فکر وکړي".

په ټوله کې تېره اونۍ د کانګرس درې غړو دوه دیموکرات او یو جمهوريپال ـ د نامناسبو ادعاوو په تړاو استعفا ورکړې.

بل خوا، په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي، هم د یکشنبې په ورځ وويل، "باید د هغو ښځو غږ واورېدل شي چې ټرمپ تورنوي".

هغې زیاته کړه، باید له دغو ښځو سره هماغسې چلند وشي چې له نورو ښځو سره کېږي چې ډېری واک لرونکي سړي يې په جنسي ځورونې تورن کړي.

مېرمن هیلي له سي بي اېس تلویزون سره په خبرو کې ويلي: " باید غږ یې واورېدل شي. زه انګېرم چې له ټاکنو مخکې مو د هغوی اعتراضونه اورېدلي او فکر کوم هره ښځه چې هر ډول احساس کوي، ځورول شوې د خپل غږ اوچتولو حق لري".

ورته مطالب